1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر بندیزونو سربیره ولې ملا برادر پاکستان ته سفر کړی؟

۱۳۹۹ شهریور ۳, دوشنبه

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو يوه جګپوړی پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی. خو پاکستان ته د نوموړي او ورسره مل پلاوي د سفر اصلي موخه څه ده؟

https://p.dw.com/p/3hQOC
Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ جګپوړی طالب پلاوی به پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پربهیر،  پاکستان کې د افغان کډوالو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ولسي تګ راتګ او سوداګریزو اسانتیاوو او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

اسلام آباد کې پاکستاني خبریال طاهر خان دویچه ویله ته وویل:«د پاکستان د بهرنیو چارو  وزیر شاه محمود قریشي نن (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست ۲۴مه) اسلام باد کې وویل چې دوی به سبا سې شنبې د طالبانو له دغه پلاوي سره غونډه وکړي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.»

طاهر خان زیاتوي چې ددغو خبرو ظاهري اجنډا خو افغان سوله او د دواړو هېوادونو اړیکې ګڼل کیږي، خو اصلي موضوع داده چې پاکستان د افغان سولې په تړاؤ اندېښنې لري. د دغه پاکستاني څېړونکي او خبریال پر وینا پاکستان په دې هڅه کې دی چې افغان سوله کې فعال رول ولوبوي.

د بندیزونو سربیره اسلام اباد ته د سفر موخه څه ده؟

دا سفر داسې مهال کیږي چې پاکستان دوه ورځې وړاندې پر ځینو طالب مشرانو بندیزونه وضع کړل او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې هم وغوښتل چې پر طالب مشرانو شته بندیزونه پلي کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دوی پر ملا برادر او سراج الدین حقاني بندیزونه لګولي. دغه دوه کسان پاکستان ته نه شي ورتللی او شتمنۍ  به یې هم کنګلوي.

اړونده موضوع:پاکستان د طالبانو تر څنګ پر یو شمیر نورو افراطي ډلو بندیزونه لګولي دي

د نړېوالو اړیکو شنونکي ذاکر جلالي دویچه ویله ته وویل، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندېزونه د ۲۰۱۵ میلادي کال د ۲۲۵۵ ګڼه پریکړه لیک پر بنسټ دي، چې اوس د پلې کېدو وړ نه بریښي. نوموړي زياته کړه: «له دغو بندیزونو راوروسته ډير بدلونونه راغلي، هغه طالب مشران چې په دغه لیست کې یې نومونه دي ډیرو یې د نړۍ هېوادونو ته سفرونه وکړل، حتی دغه بندیزونه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو په جریان کې د نهو میاشتو لپاره وځنډول شول او دغه ځنډ بیاځلې تمدید شوی هم دی.»

د ښاغلي جلالي پروینا پاکستان په نړېواله کچه د خپل حیثیت ساتلو لپاره پر طالب مشرانو د بندیزونو موضوع راپورته کړې.

له تور لیست څخه د پاکستان ویره

پاکستان اوسمهال د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په خړ لیست کې شامل دی. ذاکر جلالي وویل، اوس چې ددغه خړ لیست موده بشپړه شوې او پاکستان نه غواړي چې تردې ډي یې نړېوال حیثیت تر پوښتنې لاندې راشي او یا هم د ترهګری د ملاتړو هېوادونو په تور لیست کې شامل شي.

د افغان پارلمان یوه پخواني غړي صالح محمد سلجوقي دویچه ویله ته وویل، طالبان یو پوځي جریان دی چې ترشا یې د پاکستان دولت ولاړ دی.

ده زیاته کړه: «پاکستان د بندیزونو د عملي کېدو برخه کې وروستي اعلان سره نړېوالې ټولنې ته فریب ورکوي ځکه تر اوسه طالبانو څخه د ملاتړ په اړه صادق نه دی پاتې شوی.»

خو پاکستاني خبریال طاهر خان وویل، چې ملا برادر او ځیني نور طالبان یوازې پاکستان نه بلکې نورو هېوادونو ته هم سفرونه کوي.

د طاهر خان په خبره ملابرادر په دې وروستیو کې مسکو، ایران او نورو اروپايي هېوادونو ته سفرونه کړي او دا یواځې په پاکستان پورې اړه نه لري.

پر طالب مشرانو د بندېزونو عملي کېدو برخه کې د پاکستان له وروستي اعلان څخه افغان بهرنیو چارو وزارت هم هرکلی کړی، خو اسلام آباد ته ملابردار د تازه سفر په اړه یې تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشيف څخه: