پر بایسکل لس زره کیلومتره لار وهل
په ۲۰۱۱م کال کې کامران علي له آلمان څخه پاکستان ته پر بایسکل خپل سفر پیل کړ. دغه سفر په ۲۰۱۵ کال کې بشبړ شو. د هغه د دغې سفر ځیني په زړه پورې انځورونه دلته ننداره کولای شئ.
کامران علي په ۲۰۰۲م کال کې د لومړي ځل له پاره آلمان ته راغلی وو. په الوتکه کې هغه د آبادې نړۍ د سفر کولو خوب ولید. هغه له آلمان څخه خپل سفر پېل کړ او بیا د پولنډ، چک جمهوریت، اتریش، سلواکیا، هنگري، رومانیا او بلغاریا له لارې ترکیې ته ورسید.
دغه انځور د ترکیې د کپادوکیا ښار دی، چې د لویو تیږو او غرونو له کبله شهرت لري. د ښار ننداره په دغو بالونونو کې د ناستې پر مهال په ښه شان کیدای شي.
د خپلې مور د ناروغۍ له کبله کامران علي دې ته اړ شو چې خپل سفر په ترکیه کې نیمایي پریږدي او پاکستان کې د خپلې مور څنگ ته ورشي. دی ورغی خو مور یې روغه نه شوه او مړه شوه.
د ۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې کې کامران د ترکیې له هغې سیمې څخه خپل سفر بیرته پیل کړ چیرې چې یې نیمایي پریښی وو. خو له هغه سره تل د مور یادونه ملگري ول.
کامران له ترکیې څخه ایران ته ولاړ او بیا له هغه ځایه ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او بیا د چین له لارې خپل منزل پاکستان ته په رسیدو کې بریالی شو.
د لارې په اوږدو کې کامران ته بیلا بیلو خلکو له هغوی سره د پاتې کیدو بلنه ورکړه. په دغه انځور کې کامران په پولنډ کې له خپل هغه کوربه سره لیدل کیږي، چې یوه شپه یې ورسره تیره کړه.
دغه انځور د چین د سنکیانگ ولایت دی. په دغه انځور کې چې د روژه لږ څه وروسته اخیستل شوی یوه عیدگاه هم لیدل کیږي. کامران وایي چې د لومړي ځل له پاره یې د یوې عیدگاه تر څنگ د خوراک او څښاک د شیانو مارکیټ ولید.
کامران په چک جمهوریت کې د خپل کوربه په کور کې د لرگو ماتولو په برخه کې مرسته کوي.
تر ۵۵ کیلومتره پر له پسې سایکل چلولو وروسته کامران علي په تاجکستان کې له یوې کورنۍ سره د هغوی په خیمه ډوله کور کې تم شو. دا د کامران له پاره هم یوه ځانگړې تجربه وه.
د خپل دغه سفر په ترڅ کې کامران علي د بیلا بیلو هیوادونو له کلتورونو او دودونو سره هم آشنا شو. په دغه انځور کې د بزکشۍ یا اوز لوبه یوه صحنه لیدل کیږي.
په دغه انځور کې کامران علي د چین او پاکستان پر پوله چې «خنجراب سرحد» نومیږي کې لیدل کیږي. دغه لویه لار د سمندر له سطح څخه ۴۶۹۲ متره لوړه ده.
د کامران علي هغه خوب پوره شو، چې څو کاله پخوا یې لیدلی وو.
د کامران علي په خبره د ۱۲۴ ورځو تر سفر کولو وروسته چې کله پاکستان ته ورسید، نو دا د ډیرې خوښۍ شیبه وه.