پر باچا خان پوهنتون يرغل کي ۲۱ کسان وژل شوي
۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبهد پاکستان د «ARY» تلويزيوني شبکې د معلوماتو له مخي پېښور ته نژدې په چارسده کي پر باچا خان پوهنتون باندي په وسله وال يرغ لکي ۲۱ انسانان وژل سوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
تر دې د مخه رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پولیسو د عمومي مشر مرستیال سعید وزیر له قوله لیکلي ول چې لږ تر لږه درې تنه محصلان وژل شوي دي، خو د ژغورني چارو یوه ویاند ویلي ول چې تر اوسه د اتو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند د ټویټر په لنډ پیغام کې لیکلي دي چې امنیتي ځواکونو او پوځ څلور وسله وال وژلي دي او په وینا یې د پوهنتون په دننه کې په دوو بلاکونو کې وسله وال موجود دي.
خبري آژانسونو د پولیسو له قوله لیکلي دي چې یاغیانو د لېړې څخه په استفادې سره پر دیوالونو د پوهنتون انگړ ته ورواوښتي او پر محصلانو او استادانو یې په ټولگیو او لېلیه کې فیرونه کړي دي.
د پولیسو لوړپوړي چارواکي سعید وزیر ویلي دي چې ۷۰ سلنه زده کوونکي ژغورل شوي دي. هغه زیاته کړې ده: «ټول محصلان له لیلیې څخه راایستل شوي دي، خو لا هم یاغیان د پوهنتون په بیلا بیلو برخو کې پټ دي او ځیني استادان او محصلان لا بند پاته دي.» خو دا لا روښانه نه ده چې څو تنو یاغیانو دغه برید کړی دی.
د تلویزوني چینلونو انځورونه ښيي چې د پوهنتون انگړ ته پوځ ننوځي او د پوهنتون د ودانۍ د باندي امبولانسونه ولاړ دي.
د پوهنتون مرستیال رئیس فضل رحیم خبریالانو ته ویلي دي چې د باچا خان پوهنتون، تر ۳۰۰۰ زیاتو محصلانو ته تدریس کوي او پر دې سربیره نن د چهارشنبې په ورځ د نورو ۶۰۰ کسانو چې په یوه مشاعره کې یې گډون کاوه کوربه وو.