1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ايران د بنديزونو د ادامې امريکايي مسوده رد شوه

۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبه

د ايران د تسليحاتي بنديزونو د تمديد له پاره، د امريکا د اوونيو هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې. د امنيت شورا اکثرو غړو په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د امريکا پیشنهادي مسودې ته مثبتې رايې ورنه کړې.

https://p.dw.com/p/3h0ag
UN Sicherheitsrat  United Nations  New York  USA
انځور: picture-alliance/dpa/J. Schwenkenbecher

د ايران په اړه، د امريکا متحده ايالاتو دغه پيشنهادي مسوده، د جمعې ورځې په مازديګر (د اګست ۱۴مه)، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د رای ورکونې په موخه وړاندې کړل شوه. په دې اړه جوړه شوې غونډه، د کرونا له امله په مجازي توګه ترسره شوه.

دغه مسوده د امنيت شورا د ۱۵ غړو تر بحثونو وروسته رای ورکونې ته وړاندې شوه، چې په نتيجه کې  د  ۲ موافقو رايو (امريکا او د ومنيکن جمهوريت)، ۲ مخالفو رايو (چين او روسيه) او ۱۱ ممتنع رايو په ترلاسه کولو، رد شوه.

واشنګټن د اوونيو له پاره خپلې هڅې جاري ساتلې وې، تر څو په دې ارتباط د يادې شورا رايې ترلاسه کړي، خو په نهایت کې له ماتې سره مخ شو.

آلمان، فرانسه او بريتانيا چې د ايران د اتومي هوکړه ليک د لاسليک کونکو هيوادونو څخه دي د ممتنع رای ورکونکو په ډله کې دي.

امريکا چې ويل کيږي اوس د ايران په ارتباط د امنيت په شورا کې منزوي شوې، تر دې وړاندې يې ګواښ کړی وو چې د مسودې د رد کيدو په صورت کې به د ايران اتومي پروګرام په بشپړه توګه له مخې لرې کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پمپئو چې اوس په اروپايي سفرونو بوخت دی، د امنيت شورا پر ضعيفوالي باندې يې نيوکه کړې ده. د هغه په خبره، د امنيت شورا، «په خپل ماموريت، يعنې د نړيوال امنيت په ساتنه کې ناکام شوی او نه دی توانيدلی چې ايران د خپلو اعمالو له پاره ځوابګوی کړي.»

US-Außenminister Mike Pompeo zu Besuch in Prag
د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مايک پمپئوانځور: picture alliance/dpa/M. Kamaryt

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې ارتباط يوه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو سازمان تورن کړی چې د اسرائيل او د سيمې هيوادونو غوښتنو ته يې توجه نه ده کړې.

په اند «په منځني ختيځ کې به د امنيت او بې ثباتۍ خطر ورسره نور هم ډير شي.»

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امريکا استازې، کيلي کرافت، هم ټينګار کړی دی چې امريکا به د ايران تسليحاتي پروګرام د تحريمونو په اړه خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

خو په دغه سازمان کې د ايران دايمې استازي، مجيد تخت روانچي، مسودې ته تر رای ورکونې لږ وروسته پر ټويټر وليکل چې په امنيت شورا کې د امريکا د پيشنهادي مسودې ماته، «د امريکا متحده ايالاتو د انزوا او ماتې» نښه ده.

هغه پر ټويټر ليکلي دي: «امريکا بايد له دغې افتضاح څخه درس واخلي او پوه شي چې د ایران پر وړاندې د تحريمونو د فوري تمديد له پاره د دغه هيواد هڅې، يو غيرقانوني اقدام دی چې د نړيوالې ټولنې له خوا رد شوی دی. د نن ورځې رای ورکونه پخپله د دغه امر ګواه ده.»

د هغه اتومي توافق له مخې چې په ۲۰۱۵م کال کې ترلاسه شو، ايران د اتومي پروګرامونو يوه برخه متوقفه او یا يې کمه کړه. په مقابل کې يې د ملګرو ملتونو سازمان پر ايران د خپلو بنديزونو يوه برخه لرې کړه.

دويچه وله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: