1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغانستان د وارداتي برېښنا د پرې کېدو خبرداری

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا ويل شوي چې ‏ازبکستان پر افغانستان د برېښنا پرې کولو خبرداری ورکړی دی. خو ازبکستان ولې دغه خبرداری ورکړی او افغان چارواکي د دې ستونزې هواري ته څه پلان لري؟

https://p.dw.com/p/3bB4p
Afghanistan Kabul | Eröffnung des Umspannwerks "Arghandy-Kabul"
انځور: DW/G. Adeli

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، عواید یې کم شوي نو ځکه واردونکو هېوادونو ته پروخت پیسې نه شي ورکولای. له دې ډلې ازبکستان خبرداری ورکړی چې که یې پیسې ورنه کړي پر افغانستان به خپله برېښنا پرې کړي.

د برېښنا شرکت ویاند وحید توحیدي وايي، د عوایدو کموالي له امله ښايي د برېښنا واردات ۵۰ سلنه راکم کړي او یا ان دغه واردات صفر شي. نوموړي وويل: «په دې صورت کې مونږ یوازې په کور دننه د برېښنا منابعو څخه استفاده کولای شو، لکه سروبي، نغلو، ماهیپر، غضنفر پاور، بیات پاور او ۷۷ کمپنۍ چې په کندهار کې بريښنا تولیدوي. مونږ یوازې له همدغو کورنیو منابعو فقط لومړی کټګورۍ مشترکینو ته برېښنا ورکولای شو او نورو ته برېښنا نه شو ورکولای.»

د ښاغلي توحیدي پر وینا خورا ډير پېریدونکي له برېښنا شرکت څخه پوروړي دي چې دې چارې د برېښنا شرکت پر عوایدو منفي اغیز کړی. هغه زياته کړه چې اوسمهال دولتي بنسټونه هم په میلیاردونو افغانۍ پوروړي دي، چې دا پور ټولټال ۷،۵ میلیارده افغانیو ته رسیږي.

نوموړي وويل: «له دې ډلې یوازې کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه له برېښنا شرکته درې نیم میلیارده افغانۍ قرضداري دي.» برېښنا شرکت هیله من دی چې که حکومت لږ تر لږه د امنیتي بنسټونو او نورو دولتي ادارو د برېښنا پورونه هم ورکړي نو ښايي دا ستونزه تر یوه بريده هواره شي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

د حکومت اقدامات

د افغانستان د ماليي وزارت وايي، د امنیتي بنسټونو د برېښنايي لګښتونو برخه کې له سیستکا (CSTC-A) یا افغانستان ته د امنیت ليږدونې ګډې قوماندانۍ سره خبرې کوي. ددغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي دویچه ویله ته وویل: «تمه لرو چې د افغانستان د دفاعي بنسټونو د برېښنا دریم نیم میلیارده افغانۍ قرض به سیستکا ورکړي.»

افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له بهره راواردوي چې په دې ډله کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردیږي. د بريښنا شرکت چارواکي وايي، ازبکستان ته له دغو پیسو مخکې له مخکې ورکول کیږي چې اوس یې د مخکې ادا کولو لپاره کافي پیسې نشته.

د ماليي وزارت ویاند وویل چې له واردونکو هېوادونو په ځانګړي توګه ازبکستان سره له ډيپلوماټیکي لارو خبرې کوي چې د برېښنا پیسې وار له مخه ونه غواړي. د افغانستان برېښنا شرکت د وارداتي برېښنا برخه کې د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره له حکومته د ۵۰ میلیونه ډالرو پور غوښتنه هم کړې.

د برېښنا شرکت نور پوروړي څوک دي؟

چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د وراداتي برېښنا د پرې کېدو خبرداری ورکوي، چې اوسمهال د دولتي ادارو ترڅنګ جګپوړي چارواکي او مطرح سیاستوال له برېښنا شرکت پوروړي دي.

د ولسي جرګې غړي ذبیح الله عتیق دویچه ویله ته وویل چې د برېښنا پوروړي ډيری هغه زورواکان دي چې هره میاشت د سلهاوو زره افغانیو په ارزښت بریښنا مصرفوي، خو بیلونه یې نه تحویلوي. نوموړي وويل: «زه وایم که دغه زورواکي د برېښنا پیسې نه ورکوي، حکومت دې د پولیسو په زور ترې واخلي زه ګورم چې حتي ځیني د پارلمان وکیلان هم د بریښنا پیسي نه ورکوي.»

افغانستان هرکال له ۲۷۰ تر ۳۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له ګاونډیو هېوادونو برېښنا پېري.

اسماعیل شاکر – کابل