پر افغانستان باندي د تاجکستان وارداتي بریښنا قطع سوه
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سهشنبهد بریښنا شرکت د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د تاجکستان د وارداتي بریښنا د قطع کیدو خبر ورکړی. د دغه شرکت د یوې خبرپاڼي پر اساس د دوشنبې په ماښام، د پلخمري ښار ته نژدې د عسقلان د ستیشن او مرکزي بغلان پر لار، د جګړو او نښتو له امله د تاجکستان د وارداتي بریښنا دوه لینونه قطع سوي دي.
په عین حال کي، د بریښنا د شرکت په حواله، مخالفینو د پروان ولایت د ګل غونډۍ په سیمه کي هم د وارداتي بریښنا دوې پايي چپه کړي دي. د دغه شرکت په حواله دغه پايي کاملاً نړول سوي نه دي، خو له درو خواوو تخریب سوي دي.
د دغي خبرپاڼي پر اساس، په وروستیو ورځو کي، د بریښنا څو پايي په پرله پسې ډول د کابل په شمال او یا هم د وارداتي لین پر لار، له منځه تللي او حتي ددغه شرکت د تخنیکي کارکوونکو د زخمي کیدو او وژل کیدو سبب هم سوي. په دغه خبرپاڼه کي د پایو د تخریبولو په تړاو د کومي ډلي او یا هم کوم چا نوم نه دی اخیستل سوی.
د بریښنايي پایو نړول مخ پر زیاتیدو دي
د بریښنا شرکت چي افغانستان ته د بریښنا رسول پرغاړه لري، د مخ په زیاتیدونکي ډول د بريښنا د مزو د پایو له نړولو څخه اندیښنه څرګندوي او دا کار د افغانستان خلکو ته یوه سخته اجتماعي او اقتصادي ضربه بولي.
دغه بڼسټ ټینګار کوي چي برقي تاسیسات، د خلکو ملي شتمني ده او له ټولو مسئولو بڼسټونو څخه غواړي چي د بریښنا د پایو له نړولو څخه مخنیوی وکړي او عاملین یې په قانوني ډول تعقیب کړي.
د بریښنا شرکت له خلکو هم غواړي چي ددغه شرکت د تاسیساتو په ساتلو کي همکاري وکړي او د بریښنایی پایو د تخریب مخه ونیسي.
د دوشنبه په ورځ هم د کابل په ۱۷مه ناحیه کي د چمتلې په سیمه کي د یوه ځای پر ځای سوي ماین د چاودني له امله د شرکت څلور تنه کارکوونکي په داسي حال کي زخمیان سول چی د بریښنا پایه یې ترمیموله. دغه شرکت وايي چي د دوو تنو حالت د اندیښنې وړ دی.
سربیره پر دې دغه شرکت ویلي دي چي د هغوی د کارکوونکو د انتقالولو موټر د پروان ولایت د ګل غونډۍ په سیمه کي د ماین له چاودني سره مخامخ سو خو مامورینو ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی.
زموږ له آرشيفه په ورته موضوع یو انځوريز البوم (03. 11. 2019):