پرویز مشرف پاکستان ته ورسید
۱۳۹۲ فروردین ۴, یکشنبه
پرویز مشرف ویلي دي چې د مې د میاشې پر یوولسمه نېټه په تر سره کیدونکو ټاکنو کې د ګډون له پاره له هر رنګه خطر سره مخامخیدو ته چمتو دی. پرویز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د یوې کودتا په ترڅ کې په پاکستان کې واک ته ورسید او په ۲۰۰۸ کال یې له خپلې دندې استعفأ وکړه. تر هغه وروسته د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بهټو میړه آصف علي زرداري، د پاکستان ولسمشر شو.
مشرف له واک څخه تر ګوښه کیدو وروسته په دوبۍ کې په تبعید کې ژوند کاوه. خو هغه د یکشنبې په ورځ له دوبۍ څخه د پاکستان د کراچې په لور پرواز وکړ او د پاکستان په ځایي وخت ۱۲:۴۵ د هغه الوتکه د کراچۍ په هوایي ډګر کې کښیناسته.
پرویز مشرف په خپل تویتر پاڼه کې ویلي وو: «زه په الوتکه کې پر خپله څوکۍ کښیناستم چې پاکستان ته خپل سفر پیل کړم. تر هر څه لومړی پاکستان.»
«تر هر څه لومړی پاکستان» د پرویز مشرف شعار وو، چې په پاکستان کې یې د خپلې واکمنې پر وخت ورکوه. د فرانسې خبري آژانس خبریال چې په دغه الوتکه کې موجود وو، ویلي دي چې د هغه یو شمیر پلویانو په الوتکه کې «ژوندې دې وي مشرف» په څیر شعارونه ورکول. په دغه الوتکه کې نور عادي مسافرین هم ناست ول.
د کراچۍ یوې محکمې په څو قضیو کې د مشرف ضمانت کړی دی او له همدې کبله ښایي هغه په لومړي سر کې د بندي کیدو له ګواښ سره مخامخ نه وي. کراچۍ ته تر تګ مخکې هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې هغه وراخطا نه دی خو د یو څو موضوعګانو په اړه اندیښنه لري. مشرف ویلي وو: «زه د یو څو ناڅرګندو موضوعګانو په اړه انديښمن یم [...] د ترهګرۍ او بنسټ پالنې او د قانوني موضوعاتو په اړه ناڅرګند فکتورونه موجود دي. بله دا چې په ټاکنو کې به زه څومره لاس ته راوړنه ولرم.»
کراچۍ ته تر رسیدو وروسته پرویز مشرف ته د محمد علي جناح، په هدیره کې د امنیتي دلایلو له امله د پلان شوې غونډې اجازه ور نه کړل شوه. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي دي چې د پاکستاني طالبانو له خوا د مشرف د وژلو تر ګواښ وروسته، پولیسو په دغه ځای کې د غونډې اجازې نه ده ورکړې.
پر مشرف باندې د نورو تر څنګ د بینظیر بهټو په ترور کې د لاس لرلو تورونه هم لګول کیږي. بهټو له تبعید څخه تر راستنیدو درې میاشتې وروسته د ۲۰۰۷ کال په دسمبر میاشت کې ترور شوه. هغه وخت پرویز مشرف د پاکستان مشري پر غاړه لرله.
کراچۍ چې په کې ۱۸ میلیونه خلک ژوندي کوي لا تر مخه د سیاسي او ایتنیکي شخړو شاهده پاتې شوې ده. د مارچ د میاشتې پر دریمه نیټه د شیعه مذهبو لږکیو په یوه استوګنځای کې د موټر بم د چاودنې په پایله کې ۵۰ تنه وژل شوي ول.
کراچۍ ته د مشرف تر رسیدو مخکې د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د ۱۷ تنو پوځیانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. مشرف تر اوسه پورې درې وارې له بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی دی. هغه تر وروسته له هغې د تندلارو اسلامپالو په یوه هدف باندې بدل شو، چې د سپتمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته یې «د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې» د متحده ایالاتو ملاتړ وکړ.
په ۲۰۰۷ کال کې مشرف همداراز خپلو ځواکونو ته په پلازمینې اسلام آباد کې پر سره مسجد (لعل مسجد) باندې د هجوم امر وکړی وو. په دغه عملیاتو کې تر سلو زیات کسان ووژل شول چې په پاکستان کې یې د اسلامپالو بریدونو ته لاره هواره کړه او په کې په زرهاو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په عین وخت کې د بېنظیر بهټو زوی بلاول بهټو زرداري، چې د پاکستان پیپلز ګوند مشر هم دی، مشرف د خپل مور د وژنې په تور تورن کړی دی. په ۲۰۱۰ کال کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي وو چې د بېنظیر بهټو د وژنې مخه نیول کیدای شوه او د مشرف حکومت یې پر دې تورن کړی وو چې د هغې د امنیت له پاره یې پوره تدابیر نه وو نیولي.
مشرف محکمې ته د بېنظیر بهټو د قتل پرته په ۲۰۰۶ کال کې د بلوڅو د یوه مشر نواب اکبربګټي، د وژنې او په ۲۰۰۷ کال کې په غیر قانوني توګه د قاضیانو په بند کې د ساتلو له پاره هم غوښتل شوی دی. څیړونکي په دې آند دي چې په پاکستان کې د هغه ژوند له ګواښ سره مخامخ دی او ښایي د هغه ګوند آل پاکستان مسلم لیګ، په ټاکنو کې زیاتې څوکۍ په لاس را نه وړي.