«پرويز مشرف په کور کي نظر بند دئ»
۱۳۹۲ فروردین ۳۰, جمعهپه اسلام آباد کي ستري محکمې د مشرف د نيولو لارښوونه د پجنشبې په ورځ وکړه. د دې اقدام دليل هغه تورونه دي چي له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۸ کاله پوري پر مشرف باندي لگېدلي دي.
د پاکستان پخوانی ولسمشر تر څلور کلن تبعيد وروسته خپل هیواد ته ستون سو چي د می مياشتي په ټاکنو کي گډون وکړي. دغه ۶۹ کلن چي د پنجشنبې په ورځ د خپلو محافظينو په مرسته د محکمې له سالونه ووت، اوس اسلام اباد ته نژدې په خپل کور کي نظر بنده دئ.
د «آل پاکستان مسلم ليگ» گوند يوه وياند ويلي دي :«جنرال مشرف د دوو ورځو له پاره په خپل کور کي نظر بند پاتيږي.» د دغه گوند وياند محمد امجد زياته کړه محکمې لارښوونه کړې ده، چي مشرف دي دوې ورځي وروسته په راولپندۍ کي تروريزم ضد محکمې ته حاضر سي.
که څه هم د جمعې په ورځ وويل سول چي مشرف په خپل کور کي د پاکستاني پوليسو له خوا نيول سوی دئ او محکمې ته بېول سوی دئ، خو پلويان ئې دا راپورونه نه مني.
د مشرف کاري ډلي ويلي دي، چي ستره محکمه به د جمعې د ورځي تر پايه پوري په دې اړه فکر وکړي، چي هغه به په ضمانت آزاد کړي.
پر مشرف باندي د نورو تورنو ترڅنگ يو تور دا لگول کيږي، چي په ۲۰۰۷ کال کي د بېنظير بهوتو د انتخاباتي کمپاين پرمهال چي هغه پکښي ووژل سول، امنيتي تدابير سم نول نيولي.
د پاکستان د سياسي چارو شنونکی حسين عسکري خبر داری ورکوی، چي د مشرف هرډول نيول به انتخابات تر سيوري لاندي راولي. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وويل:
«که ستره محکمه د هغه یعني مشرف محاکمه پيل کړي، هغه به نور خلک هم له ځانه سره راکش کړي، چي خپل ځان وژغوري. نو د دې دوسيې تعقيبول به انتخاباتو ته صدمه ورسوي.»
مشرف په ۱۹۹۹ کال کي د يوې پوځي کودتا په نتيجه کي چي مرگ ژوبله پکښې رامنځ ته نه سوه قدرت ته ورسېد او په ۲۰۰۸ کال کي د قدرت پرې ښوولو ته مجبوره سو.
د راتلونکو ټاکنو په انتخاباتي مبارزه کي چي ټاکل سوې ده د می په مياشت کي به ترسره سي، د پاکستان پخوانی لومړی وزير نوازشريف چي د پرويز مشرف له خوا له واکه ليري سو مخکي دئ.