پخوانی شوروی مسلمان عسکر په امريکا کي محاکمه شو
۱۳۹۴ مرداد ۱۷, شنبهاعلان
وکیلانو محکمې ته وویل چې حمیدالله، یو داسې برید پلان کړی وو چې په ترڅ کې باید امریکایي ځواکونه په دام کې لویدلې وای او بیا ورباندې د درنو وسلو ډزې شوې وای. هغوی زیاته کړه چې بریدکوونکو پلان لاره د امریکايي ځواکونو څرخي الوتکې په نښه کړي. خو د برید پر مهال د هغوی د الوتکې ضد وسلې کار و نه کړ او په بدل کې امریکایي ځواکونو ۳۰ برید کوونکي ووژل. حمیدالله د دغې پیښې یوازینی ژوندی پاتې شوی برید کوونکی وو. په پیښه کې افغان او یا هم امریکایي ځواکونو ته تاوان نه وو رسیدلی.
د محکمې په جریان کې د حمیدالله هغه مرکې هم وغږول شوې چې پکښې یې د دغه برید پلانول منلي دي خو هغه له دې انکار کړی دی چې پخپله یې پر امریکایي ځواکونو ډزې کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې خپل اعمال «د خدای کارونه» بللي دي.
د محکمې په جریان کې د حمیدالله هغه مرکې هم وغږول شوې چې پکښې یې د دغه برید پلانول منلي دي خو هغه له دې انکار کړی دی چې پخپله یې پر امریکایي ځواکونو ډزې کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې خپل اعمال «د خدای کارونه» بللي دي.
دا چې حمیدالله پر امریکايي ځواکونو باندې ډزې کړي او که نه، په محکمې کې د بحث یوه موضوع وه. درو امریکایي سرتیرو ویلي دي چې هغوی حمیدالله د خپلې AK-47 ډوله وسلې (کلاشنکوف) د پورته کولو په حال کې لیدلی دی. خو هغه امریکایي سرتیری چې ویل کیږي حمیدالله یې نیولی دی، په خپلو خبرو کې ټینګار کړی دی چې هغه پخپله حمیدالله د ډزو کولو په حال کې نه دی لیدلی.
د حمیدالله مدافع وکیلانو استدلال وکړ چې هغه په جګړې کې نیول شوی او باید په یوې پوځي محکمه کې محاکمه شي. خو د ولسمشر بارک اوباما، اداره اوس په دې هڅه کې ده چې پر ترهګری تورنو کسانو په اړه هم په ملکي محکمو کې پریکړه وشي. دا په داسې حال کې ده چې د حمیدالله په قضیه کې قاضي وکیلانو ته اجازه ورنه کړه چې د ترهګر کلمه وکاروي.
د امریکایي چارواکو په حواله، حمیدالله په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد جګړې پر مهال د ټانک قوماندان وو او له دې هیواد څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته یې په جګړو کې هم ونډه لرله.
د حمیدالله د محاکمې وروستۍ پرېکړه به د نوامبر میاشتې پر شپږمه نیټه واورول شي. هغه پر عمر قید باندې محکومیدای شي.
اعلان