پخوانی زندان اوسنی مهاجر کمپ
شازیه لطفي ۱۹ کلنه ده او په زندان کې ده. هغې کوم جرم نه دی کړی، بلکې مهاجره شوې ده. د هغې سر پنا په هالند کې یو پخوانی زندان دی، چې نور د زندان په توگه کارول کیږي. د اې پي خبریال محمد محسن د ځینو انځورونه راښيي.
یو کټ، دوې چوکۍ او د موسیقۍ یو کیبورډ
دوی له افغانستان څخه راغلي دي. ۲۷ کلن حامد کریمي او د هغه ۲۵ کلنه میرمن فرشته راحیمي د هالنډ په هارلیم کې د زندان په کوټه کې اوسیږي. له دغه زندان څخه نور د زندان په توگه نه، بلکې د مهاجرو د استوگنځای په توگه کار اخیستل کیږي. هغه کیبورډ غږوي او موسیقي اوري. موسیقي، جگړه نه. خو دا چې هغوی به په اروپا کې پاته شي او که نه، معلومه نه ده.
د دروازې تر څنگ بله دروازه او وړاندې لږه رڼا
د هالنډ په هارلیم کې په لومړي نظر کې زندان دغه ډول ښکاري. څو سوه مهاجر دغه ځای ته د اوسیدو له پاره راوستل شوي دي. له هغوی څخه یو تن ايرانی ۲۵ کلن رضا احسان دی.
یو زندان، زندان وي
که څه هم دغه ودانۍ د یادگاري میراث برخه ده او په دغه ځای کې د خلکو ښه پالنه کیږي، خو یو زندان یوازې زندان وي. دغه څه په انځور کې هم صدق کوي. پر دې سربیره په انځور کې کیڼ اړخ ته ۳۶ کلن محمد بن سلیم چې له الجزایره راغلی او ۲۲ کلن امیني اوشي چې د لیبیا هیواد ده هم لیدل کیږي.
د کوټې په خوله کې یو پیاله چای
افغان مهاجر سیرت الله حیات الله د یوې کوټې یا سلول مخې ته چای څښي.
له سوماليا څخه هارلیم ته
یوازې ښځې، په یوه جلا برخه کې دي. د اسوشیتد پرس عکاس د یوې سومالیایي ښځې انځور اخیستی دی. ایاوا محمد ۴۱ کلنه ده او دلته د نورو ډېرو میرمنو په شان یوې نامعلومې راتلونکې په انتظار ده. هغې په خپل ټاټوبي کې تاوتریخوالی تر خپل شا پریښی دی.
افغانستان، سومالیا، عراق...
د هالنډ په پخواني زندان کې کوچنۍ نړۍ هغه څه ښيي، چې په اروپا کې د «کډوالو د کړکیچ» په نامه یادیږي. د نړۍ د کړکیچ ځپلو سیمو خلک په دغه ځای کې اوسیږي. ۲۴ کلن یاسر حاجي او د هغه ۱۸ کلنه میرمن له عراق څخه راغلي دي.
د کالو پریمنځلو ځای
مهاجر دلته بیا هم په منظمه نړۍ کې ژوند کوي. جگړه، گډوډي او غیر منظموالی نه شته، بلکې برعکس د کالو پریمنځلو یو سالون چې زیاترو یې په خپل هیواد کې ترې استفاده نه کوله.
د تعقیب پای؟
دغه کس نه غواړي چې نوم وښيي او نه یې پوره څیره ولیدل شي. د هغه دلیل هم جنس بازي ده. هغه مراکشی دی.
عبادت کول
فاطمه حسین چې ۶۵ کاله عمر لري په دغه کمپ کې یوه له هغو زیات عمر لرونکو مهاجرو څخه ده چې د اسوشیتد پرس عکاس پیژندلې ده. هغې عکاس ته د خپلې کوټې د لیدو اجازه ورکړې او آن د دې اجازه چې د لمانځه پر مهال یې انځور واخلي. هغه د عراق ده.
سپورت
۴۰ کلن ناران بتر، له منگلویا څخه راغلی دی. هغه د باسکټبال لوبه کوي. د دغه سرپنا اداره کوونکي او پالونکي د انسانانو آزاد ژوند ته د مخه کولو هڅه کوي.