پاکستان: ۵۰ افغان سرحدي پوليس مو وژلي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبهد پاکستان د پوځ تورن جنرال نديم احمد و خبريالانو ته ويلي چي د افغانستان سرحدي سرتيرو ته په نښته کي سخته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي دا خبري د چمن پر سرحد سيمه وکړې. هغه د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د می ۷مه نېټه) وويل چي په دغو تېرو ورځو کي د افغانستان د سرحدي ځواکونو پنځه پوستې يې له منځه وړي چي پکښي ۵۰ افغان سرتيري هم وژل سوي دي. نديم احمد ويلي چي ۱۰۰ افغان عسکر ژوبل سوي هم دي.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش د پاکستان د پوځ يادې ادعاوي ردي کړې دي. دانش ويلي چي د افغان ځواکونو هيڅ پوستې له منځه نه دي تللي. هغه وويل: «دا بالکل يوه بې بنياده ادعا ده.» د دانش په وينا په دغه تاوتريخوالي کي دوه افغان سرحدي پوليس وژل سوي او ۱۱ نور ژوبل سوي دي. د دغه وياند په وينا زيات زيان ملکيانو ته اوښتی دی.
د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې د چمن په سرحدي سيمه کي د جمعې په ورځ پېل سوې. دغه دوه ګاوندي هيوادونه چي تقريبا ۲۲۰۰ کلومتره مشترک سرحد لري، په نژدې وخت کي يې دغه پر سرحد تر ټولو نوې لانجه ده.
د پاکستان چارواکي وايي چي لانجه د جمعې په ورځ هغه وخت رامنځ ته سوه چي د پاکستان په وينا افغان ځواکونو د سرشمېرني د ټيم سره پر مل پاکستاني چاواکو ډزي وکړې. د پاکستان په وينا په دې ترڅ کي ۹ ملکيان ووژل سول او ۴۲ نور ژوبل سوی چي پکښي ښځي او ماشومان هم شامل دي. پاکستان وايي چي افغان اړخ ته يې مخکي له مخکي اطلاع ورکړې وه چي د سرشمېرنې ټيم دروازه په دروازه به وګرځي. زياته سوې چي افغان اړخ ته يې دقيق د ځای معلومات يې هم ورکړي ول چي دغه ډله به کومو سيمو ته ولاړه سي.
د چمن اړونده سيمي د ډيورنډ پر کرښه پرتې دي چي د دواړو هيوادونو تر منځ ورباندي زړه لانجه پاته ده.
د وروستيو خبرونو له مخي پاکستان د چمن د اړونده سيمي پر ملکيانو او اوسېدونکو په لاوډسپيکرونو کي ږغ کړی دی چي له دغي سيمي څخه دي ووزي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.07.2016):