پاکستان ۵۰۰ افراطيان اعداموي
۱۳۹۳ دی ۱, دوشنبه
په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي د وسله والو طالبانو د يرغل په غبرگون کي، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف له ۲۰۰۸م کال راهيسي د اعدام ځنډول سوي سزا د بيرته عملي کولو امر وکړ.
د نواز شريف تر دې اعلان وروسته تر اوسه پوري ۶ تنه بندي افراطيان اعدام سوي دي. اوس ويل کيږي چي په سوونو محکوم سوي بنديان اعدام ته په کتار کي ولاړ دي.
پاکستاني طالبانو د تيري سه شنبې په ورځ په پيښور کي پر هغه ښوونځی باندي چي د پوځيانو له خوا زده کړي پکښې ورکول کيږي په يرغل کي ۱۴۹ انسانان ووژل، چي ۱۳۳ پکښې زده کوونکي ول. دا د دغه هيواد په تاريخ کي تر ټولو سخت يرغل وو.
د دغه يرغل مسئوليت د تحريک طالبان پاکستان ډلي پرغاړه واخيست او ويې ويل چي په دې سره ئې پر قبايلي سيمو باندي د پاکستان د پوځ د عملياتو غچ واخيست.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال له دوبي راهيسي له افغانستان سره په سرحد قبايلي سيمو کي د وسله والو طالبانو او القاعدې پرضد عمليات پيل کړي دي.
د دغه هيواد د پوځ د معلوماتو له مخي په دغو عملیاتو کي تر اوسه پوري ۱۷۰۰ ياغيان وژل سوي دي.