پاکستان ۲۱۲ افغانان د شپې افغان چارواکو ته سپارلي دي
۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبهد ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي دویچه ویله ته وویل چې له دغې ډلي څخه ۱۷۲هغه کسان ول چې د تورخم په پاکستاني اړخ کې ایسار ول او ځيني ناروغان هم پکښې شامل ول.
نوموړی وايي، په دغو کسانو کې۴۰ هغه کسان هم شامل ول، چې د پاکستان حکومت افغانستان ته راستانه کړي ول، خو دوی بيرته پاکستان ته تللي ول.
فقیرزی زیاته کړه: «په دغو کسانو کې یې ډېری موټرچلوونکي او هغه بندیان شامل دي، چې د پاکستان پولیسو له کورونو راایستلي او په بند کې ساتلي ول.»
د کډوالو چارو ریاست د مالوماتو له مخې له دې وړاندي هم تر۲۰۰ ډېر کسان په تورخم کې افغان حکومت ته سپارل شوي.
د اتلسمي ورځې په تېرېدو سره لا هم د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله خپلي دروازې د تګ، راتګ له پاره نه دي پرانستي.
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې که پاکستان د افغان مسافرو پر مخ تړلي لاري خلاصې نه کړي؛ نو دی به له خپل حکومته د افغان مسافرو او په ځانګړي ډول د ناروغانو له پاره د څرخۍ الوتکو غوښتنه وکړي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: