1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته په تحصیلي بورسونو تللي محصلین له کړاونو سره مخ دي

۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

افغان محصل ۲۲ کلن اجمل چې اوس جلال اباد کې مزدوري کوي، څلور کاله مخکې د «علامه اقبال سکالرشيپ» له لارې د پاکستان يوه پوهنتون ته بريالی شوی وو تر څو سافټویر انجینر شي خو مالي ستونزو یې هیلې په اوبو لاهو کړې.

https://p.dw.com/p/4V39O
Pakistan Studenten Klausur  University of Engineering and Technology
انځور: picture-alliance/Pacific Press

۲۲ کلن اجمل جلال اباد کې په يوه پلورنځي کې مزدوري کوي. اجمل څلور کاله مخکې د «علامه اقبال سکالرشيپ» له لارې د پاکستان يوه پوهنتون ته بريالی شوی و او هيله یې لرله چې کمپيوټرساينس ولولي او سافټوير انجنير شي، خو د پاکستان د لوړو زده کړو د کميسيون له خوا د دوی د سکالرشيپ د فيسونو د ځنډېدو له امله ترې پوهنتون پاتې شو.

اجمل وايي: «که مې پاکستان کې زده کړو ته ادامه ورکوله نو د کور وس مې نه رسېده، که مې د کور غریبۍ ته کتل نو مجبوره وم چې پوهنتون پرېدم. موږ په ډېره هيله په سکالرشيپ لاړو، خو هلته مې له يوه سمستر درس نه وروسته هم د سکالرشيپ فیسونه رانغلل؛ نور مو په شخصي توګه وس نه رسېده».

دی اوس د لس زره افغانيو لپاره مزدوري کوي چې خپلې ۸ کسيزې کورنۍ ته نفقه پيدا کړي. دا يوازې د اجمل کيسه نه ده، د اجمل په څېر لسګونه نور محصلين هم شته چې د سکالرشيپ د فیس د بندېدو له امله ترې لوړې زده کړې نيمګړې پاتې دي او بيرته وطن ته ناهيلي ستانه شوي.

په پاکستان کې د «علامه اقبال سکالرشيپ» افغان محصلينو ستونزې له تېرو دوو کلونو مخ په ډېرېدو دي، خو د تېر يونيم کال راهيسي يې مطلق فیسونه بند دي او محصلين له رنګارنګ ستونزو سره مخ دي. په دغه سکالرشيپ کې له محصلينو سره ژمنه شوې وه چې د اوسېدو لګښت، کتابونو، ليليې او پوهنتون فیسونه به يې ټول په خپل وخت ادا کېږي.

Pakistan Bildungslücken im Land
انځور: Reuters/C. Firouz

سمسټر کې ۸۰ زره پاکستانۍ روپۍ

د پېښور پوهنتون د پښتو ادبياتو افغان محصل صداقت (نوم بدل شوی) له رسمياتو وروسته له يوې چاپخونې سره کار کوي. نوموړی چې پښتو کتابونه تصحيح کوي، وايي چې که دی نيمه ورځ کار ونکړي نو د اقتصادي ستونزو له امله ترې زده کړې نيمګړې پاتې کېږي. هغه زیاتوي: «د سکالرشيپ مانا دا ده چې محصل په ارامو مغزو او ارام ماحول کې درس ووايي، د پوهنتون د فیس، د کتابونو او ليليې لګښت او د جيب خرڅ غم ورسره نه وي؛ خو زموږ د پيسو د بندېدو له امله مجبوره يم چې هم کار مزدوري وکړم او هم درس ووايم». صداقت وايي چې دوی ته بايد په يوه سمسټر کې ۸۰ زره پاکستانۍ روپۍ د لګښتونو لپاره ورکړل شي، خو تر اوسه لا نه دي ورکړل شوي.

د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي محصل محمد امجد شېرزاد وايي چې ستونزه د ۲۰۱۸ کال له محصلينو راپیل شوه او هغوی په داسې وخت کې فارغ شول چې د پوهنتون د دوو سمسترونو فيس يې د پاکستان د لوړو زده کړو د کميسيون له خوا نه و ورکړل شوی او دوی باقي و. محمد امجد وايي: « پوهنتونونو دغو محصلينو ته د تحصيلي دورې د کليئرنس اجازه نه ورکوله او خپل فيسونه يې غوښتل، چې هغه وخت د زياتو هلو ځلو وروسته ستونزه يو څه حل شوه، خو د لوړو زده کړو کميسيون د همدغه کال د هر محصل ۴۰۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ قرضداری پاتې شو».

په همدې تړاو زموږ له آرشیف څخه: افغان زده کوونکو ته د پاکستان تحصيلي بورسونه، آیا ويش کې یې شفافيت شته؟

«درې لکه شل زره قرض»

د محمد امجد شېرزاد په وينا د لوړو زده کړو کميسيون د ۲۰۱۹ کال د هر محصل ۳۲۰۰۰۰ (درې لکه شل زره) روپۍ قرضدار او د ۲۰۲۱ کال د هر محصل تر دې دمه درې سمستره یعنې۲۴۰۰۰۰ (دوه لکه څلوېښت زره) روپۍ قرضداره دی.

د علامه اقبال سکالرشيپ افغان محصلين شکايت لري، چې د دوی د فيسونو او جیب خرڅ د نه ورکړې له امله محصلين له ډول ډول فزيکي او رواني ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. خالد ساپی په پېښور کې اقتصاد پوهنځی لولي، دی وايي: «يونيم کال وشو چې محصلين د سکالرشيپ د فيس د نشتون له امله د ليليې ستونزې لري، د اقتصادي ستونزو له امله ځينو محصلينو خپل قيمتي توکي لکه موبايلونه او کمپيوټرونه خرڅ کړل او ځينې محصلين لا پکې له رواني لحاظه سخت انديښمن دي، فکر کوي که د فیسونو ستونزې يې ژر حل نه شي نو ممکن پوهنتون ترې پاتې شي».

د پېښور پوهنتون يو بل افغان محصل سميع الله مومند وايي چې ډېری وخت د دوی د پوهنتون فيس د سکالرشيپ د ادارې له خوا نه وي ادا شوی او د پوهنتون اداره دوی ته په ازموينو د شموليت اجازه نه ورکوي. ښاغلی مومند وايي: «موږ خبر هم نه يو، خو موږ ته د ازموينې په ورځ يا يوه ورځ وړاندې خبر راکړل شي چې د سمستر فيسونه مو باقي دي او امتحان نشئ ورکولای». سميع الله وايي چې دوی دغه موضوع څو څو ځله د پاکستان د لوړو زده کړو له کميسيون سره شريکه کړې او هر ځل ورته ويل شوي، چې بيا به داسې ستونزه نه تکرارېږي.

 «قناعت بښونکی ځواب نه وايي»

محصلين وايي چې دوی خپل شکايتونه څو څو ځله اړونده ادارو ته کړي خو تر اوسه ورته چا مثبت ځواب نه دی ويلی. ميراکبر فاني د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې شرعيات لولي؛ دی وايي چې محصلينو د افغانستان سفارت، د پاکستان د لوړو زده کړو کميسيون او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره ستونزې شریکې کړي، خو څوک ورته قناعت بښونکی ځواب نه وايي. ښاغلی فاني وايي: «په اسلام اباد کې افغان سفارت خو بيخي د پاکستان د حکومت استازولي کوي او موږ ته وايي چې ګوزاره وکړئ، د پاکستان اقتصاد خراب دی، همدارنګه د پاکستان د لوړو زده کړو کميسيون په يوه او بله بهانه صرف وخت اړوي».

Peshawar Pakistan GiZ Gruppenfoto
انځور: Danish Babar

محصلين شکايت لري چې د پاکستان په لوړو زده کړو کميسيون کې د د دغو سکالرشيپونو مسوول جهانزېب خان د دوی پوښتنو ته ځواب نه وايي او ډېری وخت ناسم چلند کوي. د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي افغان محصل سبحان الله کريمي وايي چې کله موږ خپلې ستونزې له جهانزېب خان سره شريکوو، نو دی وايي چې « که درس نه شئ ويلی نو پوهنتون پرېږدئ».

ښاغلی کريمي وايي:« جهانزيب خان پلمه کوي چې د دوی هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دوی نه شي کولای چې افغان محصلينو ته په خپل وخت فيس او نور لګښتونه ورکړي، په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو محصلينو ته د سکالرشيپ فيس د هرې مياشتې له ۲۸مې نېټې مخکې ادا کېږي». د کريمي په وينا د لوړو زده کړو کميسيون د سکالرشيپ لپاره خپل فنډ د کال په پیل کې ترلاسه کوي، خو محصلين داسې معلومات لري چې د لوړو زده کړو د کميسيون غړي په دغو پیسو خپل تجارت کوي.

سکالرشيپونو لپاره ۱.۵ ميليارډه پاکستانۍ روپۍ

د پاکستاند لوړو زده کړو کميسيون د يوه مکتوب په اساس چې د پېښور پوهنتون ته يې ليکلی دی، هر کال د ماسټرۍ د دورې محصلينو ته بايد ۴۸۲۰۰۰ او د دوکتورا د دورې محصلينو ته ۷۱۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ د زده کړو د فيس، ليليې، کتابونو او د محصلينو اوسېدنې د لګښتونو لپاره ورکړل شي، خو محصلين وايي چې دوی د دوو کلونو په تېرېدلو سره ايله د شپږو مياشتو لګښتونه ترلاسه کړي دي.

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

د جيو نيوز د راپور له مخې د ۲۰۲۳-۲۴ کال لپاره د پاکستان په ملي بوديجه کې د لوړو زده کړو په برخه کې د علامه اقبال ۳۰۰۰ سکالرشيپونو لپاره ۱.۵ ميليارډه پاکستانۍ روپۍ په پام کې نيول شوې دي.

سږکال د پاکستان حکومت د ۴۵۰۰ تنو افغان محصلينو لپاره د علامه اقبال سکالرشيپ درېيم فيز د پیل اعلان وکړ، خو دغلته مېشت افغان محصلين د خپلو شته ستونزو نه سر ټکوي او د حل غوښتنه يې کوي.

افغان محصل سبحان الله کريمي وايي: «موږ يې له نويو سکالرشيپونو تېر يو، دا موجوده محصلينو ته دې خپل حق ورکړي، دا هم غټه خبره ده.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو اړيکو رييس ډاکټر نظرمحمد عرفان وايي چې دوی دغه ستونزه په کابل کې د پاکستان له پخواني سفير نصيراحمد خان سره هم شريکه کړې وه او له اوسني سفير عبدالرحمن نظاماني سره يې هم شريکه کړې، چې ده ورسره د ستونزې د حل په موخه ژمنه کړې ده. ډاکټر نظرمحمد عرفان ونه ويل چې دغه ستونزه به کله حل شي خو وايي چې دوی په مسلسله توګه د ستونزې د حل په موخه پاکستاني چارواکو سره اړيکه کړې. ډاکټر عرفان وايي: « د روسيې په تاتارستان کې مو د سفر په مهال د پاکستان د لوړو زده کړو له وزير ځانګړې غونډه وه او دغه غونډه کې مو هم دغه موضوع شريکه کړه، هغوی له ځانه سره ياداشت کړه چې په دې برخه کې اجراات وکړي».

«د ملګرو ملتونو ادارو ته دې رسما مراجعه وکړي»

د پاکستان د لوړو زده کړو کميسيون له درېو تنو مسوولينو سره د دغې موضوع په اړه څو څو ځله د ټيلفون، واټس اپ او ايميل له لارې اړيکې ونيول شوې، خو دوی رسنيو ته له ځواب ورکولو او مرکې نه ډډه کوي.

د کارپوهانو په وينا د محصلينو دا حق دی چې د سکالرشيپونو له ټولو امتيازاتو برخمن واوسي او هېڅ داسې پلمه نه برابرېږي چې د دوی حق ضایع شي او په زده کړو يې خنډ واقع شي.

د کاردان پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د ماسټرۍ دورې پخوانی استاد احمد مشتاق وايي چې د سکالرشيپونو موضوع يو حقوقي تړون دی چې محصلين خپل وخت او انرژي دغه تړون ته ځانګړي کوي، او د يوې قانوني پروسې له لارې ځانګړي محصلين انتخابېږي او کوربه هېواد ورته د زده کړو ټولې اسانتياوې برابروي. استاد مشتاق وايي: «له محصلينو اپلکيشن غوښتل شوی، بیا ازموينې ته رابلل شوي او په بدل کې يې وعده ورکړل شوې، چې دوی ته به د زده کړو پوره فيس او د اوسېدنې لګښتونه په خپل وخت ورکول کېږي، که اوس په دغو ژمنو عمل نه کېږي، نو دا له دغه حقوقي تړون نه سرغړونه ده».

Pakistan Symbolbild Frau Schleier Tochter Internet Handy
انځور: NICOLAS ASFOURI/AFP/Getty Images

د امريکا په مشيګن پوهنتون کې د نړيوالو او مقايسوي حقونو افغان څېړونکی هجرت الله اختيار وايي چې په نړيواله کچه له محصلينو سره د پوهنتونونو او دولتونو کوم تعاملات او او کوم اصول دي، د هغو پر بنسټ د پاکستان حکومت پړ دی چې دغو افغان محصلينو ته د سکالرشيپ لګښتونه په خپل وخت ادا کړي. د نوموړي په وينا په افغانستان کې د د ولسي نماينده حکومت د نشتون له امله محصلين مجبور دي په پاکستان دننه ځينو سيمه ييزو او نړیوالو بنسټونو ته مراجعه وکړي. ښاغلی اختيار وايي: «که د محصلينو ستونزې ته اړونده مسوول چارواکي ځواب نه وايي نو محصلين حق لري، چې په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون، د پاکستان سترې محکمې او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته رسما مراجعه وکړي او خپل حق وغواړي».

په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت د افغانستان د محصلينو لپاره د علامه اقبال سکالرشيپ -۲ سکيم په نامه د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره سکالرشيپونه اعلان کړل چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د يوې پېچلې پروسې له لارې ورته محصلين انتخابېدل.

هغه وخت د سکالرشيپ د اعلان پر مهال د پاکستان د لوړو زده کړو د کميسيون مشر ډاکټر مختاراحمد رسنيو ته ويلي وو، چې د دوی د سکالرشيپونو هدف د افغان محصلينو ملاتړ، دواړو هېوادونو د علمي بنسټونو مسلکي اړيکې جوړول، د افغانستان بشري سرچينو ته وده ورکول او د افغانستان او پاکستان د خلکو تر منځ د صميميت او ورورګلوۍ فضا پراخول دي. افغان محصلينو ته د پاکستان د سکالرشيپونو لومړی فیز په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوی و، چې په مختلفو برخو کې يې افغان محصلين جذب کړي وو.

افغان محصلين د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د سکالرشيپونو له لارې زده کړې کوي، خو پاکستان لومړنی هېواد دی چې افغان محصلين پکې د سکالرشيپ د فيسونو د ستونزې له امله له ډول ډول نورو ستونزو سره مخ دي.

ر.ګ.ز / خ.ح/ ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie