1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتپاکستان

پاکستان: د ترانس جندر د قانون لغوه کیدل ته ددغې ډلي غبرګون

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

دغې پریکړې پاکستان کې ددې ډلي د فعالانو له خوا خورا غبرګونونه راپارولې دي. په پاکستان کې «ترانسجندر» یا نرښځیانو فعالانو ویلي چې دوی پلان لري ددغه هیواد ترټولو سترې محکمې ته اعتراض وکړي.

https://p.dw.com/p/4RdAS
پاکستان کې د ترانسجندر د قانون لغوه شو
پاکستان کې د ترانسجندر د قانون لغوه شوانځور: Adnan Abidi/REUTERS

په پاکستان کې ترانس جندر یا نرښځیان نور نشي کولی خپل رسمي جنس غوره کړي. د دغه هېواد یوې محکمې حکم کړی چې پخوانی قانون غیر اسلامي و او باید لغوه شي.

دغې پریکړې پاکستان کې د دې ډلي د فعالانو له خوا خورا ډېر غبرګونونه راپارولې دي.

په پاکستان کې «ترانس جندر» یا نرښځیانو فعالانو ویلي چې دوی پلان لري د دغه هیواد سترې محکمې ته اعتراض وکړي، څو د دوی د حقونو د ساتنې په هدف یو قانون پلي کړي.

د پاکستان شرعي محکمې تیره اونۍ د نرښځیانو د حقونو قانون لغوه کړ. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغې محکمې د جمعې په ورځ یاد شوی قانون له اسلام سره په ټکر کې بللی دی.

پاکستان پر ترانس جندر فلم لګېدلی بنديز لغوه کړ

قانون وايي چې یو شخص نشي کولی خپل جنسیت د خپل "داخلي احساس" یا "درک شوي هویت" پراساس بدل کړي او باید دوی هغه بیولوژیکي جنسیت قبول کړي چې پرې زیږیدلي دي. 

شرعي محکمه د اساسي قانون واک لري چې وڅیړي او معلومه کړي چې ایا د پاکستان د پارلمان لخوا تصویب شوي قوانین د اسلامي عقیدې سره سمون لري او که نه .

د شنبې په ورځ په جنوبي بندري ښار کراچۍ کې شاوخوا زر فعالانو د دغه حکم پر ضد لاریونونه وکړل.

څارنوالې سارا ملکاني د جندر د ښکیلتیا ايتلاف لخوا په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د ترانس جندر قانون له اسلام سره په ټکر کې نه دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د ټرانسجندر د حقونو مشاورېنو اجرایوې رئیسې نایاب علي په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې، "موږ په کلکه اراده لرو څو د محکمې د پایلو په اړه سترې محکمې ته اعتراض وکړو، او موږ به بریالي شو.

"

پاکستان کې د ترانس جندر د قانون لغوه شو
پاکستان کې د ترانس جندر د قانون لغوه شوانځور: DW

خو ددغه هیواد دیني او مذهبي ګوندونو عالمان بیا وایې د دې قانون پلي کول په اصل کې په یوه مسلمان هیواد کې همجنسبازۍ ته تشویقول دي. دوی له اسلامي محکمې غوښتي څو دغه  قانون لغوه کړي.

پاکستان: په سند کې د ترانس جندر يا نرښځيانو برخه تعيين شوه

د پاکستان د بشري حقونو کمیسون د دغه قانون د لغوه کولو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې، "د ترانسجندر له حقونو مخ اړول او د هغوی له هویت څخه سترګه پټول په حقیقت کې د ډیموګرافۍ او لومړنیو حقونو له مینځه وړل دي. "

ډیری پاکستانیان د خپلې عقیدې له مخې یوازي پر دوو جنسیتي ډلو باور لري، او د نرښځیانو ډله له دې دایرې جلا بولي.

پاکستان کې دغه نرښځیان د پیسو پیدا کولو له پاره مجبوریږې څو په محفلونو کې ونڅیږې او آن سوال کولو ته هم مجبوریږي، دغه ډله په  وار وار ګواښیدلې او د بریدونو قرباني شوې هم دي.

د جندر مساوات

دا په داسي حال کې ده چې د ۲۰۱۸ کال په می میاشت کې د پاکستان ملي اسمبلۍ د دیني عالمانو په پریکړې سره د جنسیتي مساواتو قانون تصویب شوی وو.