پاکستان کې د بيزوګانو قاچاق؛ یو بېزو له محکمې وتښتېد
۱۴۰۲ تیر ۳۱, شنبهدوه نارينه چې غوښتل ېې د بيزو ۱۴ بچيان قاچاق کړي، د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ له ښاره بهر ونیول شول. دوی دغه بيزوګان په هغو کريټونو کې چې معمولا د آمونو د انتقال له پاره کارول کيږي، ليږدول.
خو د جمعې په ورځ کله چې د بيزو بچي محکمې ته راوړل شول، یو ېې وتښتید او یوې ونې ته وخوت. د محکمې کارکوونکو هڅه وکړه تر څو هغه له ونې راکوز کړي.
د سيند ایالت د وحشي حیواناتو یا حیات وحش څانګې مشر، جاويد ماهر وويل: «دغه بيزوګان په ډېر یو بد وضعیت کې په صندوقونو کې ځای پر ځای شوي ول... دوی په سختۍ تنفس کولی شو.»
په پاکستان کې د وحشي حیواناتو تجارت یا ساتنه غیرقانوني ده، خو دغه قوانین معمولاً نه رعایت کیږي او هلته د کورنیو حیواناتو ګرم کار و بار موجود دی.
بيزوګانې تر ډېره د هغو کسانو له خوا چې په ښارونو او کوڅو کې خلکو ته تفريحي نمایشونو ښيي او له دې لارې پېسې ګټي، ساتل کيږي. دوی د خپلو بيزګانو په جالبو حرکاتو سره مشتریان ځان ته راجلبوي. په ځينو حالاتو کې مجرمين بيزوګانو ته له کورنو څخه د غلاو روزنې هم ورکوي.
فرانس پریس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې قاچاق وړونکی د جمعې په ورځ هر یو سل سل زره پاکستانۍ روپۍ (شاوخوا ۳۵۰ امریکايي ډالره)، جريمه شول. محکمې امر وکړ چې د بيزوګانو بچيان دې د کراچۍ ژوبڼ ته وسپارل خو د وحشي حیواناتو د څانګې چارواکو پرې فوري نيوکي کړي دي.
ماهر وويل: «دغه بيزوګان باید د دوی خپل طبيعي هستوګنځای کې بېرته خوشي کړل شي، له کوم ځایه چې نيول شوي دي.»
د پاکستان ژوبڼونه د لږو امکاناتو د لرلو له کبله نام بدي دي او فعالان پرې د حیواناتو رفاه ته د نه پاملرنې تور لګوي.
په ۲۰۲۰ کال کې یوې محکمې په پلازمينه اسلام آباد کې د یوازيني ژوبڼ د تړلو امر وکړ. محکمې دغه امر د ژوبن د خراب وضعیت په خاطر کړی وو.
AFP/mks/aa/
دلته د حیواناتو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: