1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: په وسله وال برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د پاکستان په بلوچستان کې د شنبې په ورځ یو وسله وال برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي. بلوچیستان د پاکستان ناکراره ایالت دی چې تر دې یوه ورځ مخکې په کې د یو سیاسي ګوند پر مظاهره یو ځانمرګی برید هم شوی وو.

https://p.dw.com/p/4RcoF
د آرشیف انځور
د آرشیف انځور انځور: Ghani Kakar

د آلمان خبري آژانس (dpa) په حواله، دغه پاکستاني سرتيري هغه مهال ووژل شول چې وسله والو د ناکراره ایالت بلوچستان د زرغون مارګيت په سيمه کې پر یوه نوې جوړه شوې امنيتي پوسته بريد وکړ.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ISPR) په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې د تروریستانو ېوې ډلې پر يوه امنيتي پوسته چې «په سیمه کې د ډبرو سکرو له کانونو څخه د شوکو اخیستو د مخنيوي او تفتیش په موخه» جوړه شوې وه، حمله کړې ده.

ورته نور ولولئ: د پاکستان پوځ: د بلوڅ اورپکو مشر مو نيولی دی

په اعلاميه کې زیاته شوې چې د دواړو لورو ترمنځ د رامنځ ته شوې سختې نښتې په جریان کې د تروریستانو یو غړی هم وژل شوی دی.

تر دغې حملې یوه ورځ مخکې په بلوچستان کې د پاکستان د تر ټولو ستر اسلامي سیاسي ګوند پر یوې مظاهرې یو ځانمرګي برید هم شوی وو.

بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی او له افغانستان او ایران سره هم ګډې پولې لري، ډېری وخت د خونړیو حملو شاهد وي. دغه حملې چې تر ډېره په کې امنيتي ځواکونه په نخښه کيږي، د اسلامپاله افراطي او وسله والو ډلو او همدارنګه د بلوچ بيلتون غوښتونکو له خوا ترسره کيږي.

ورته نور ولولئ: په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي

په بریدونو کې ډیری ېې د چين له لوېې اقتصادي پروژې سره تړاو لري کوم چې د چين سين کیانګ ایالت د اورګاډۍ پټلۍ او سړکونو له طريقه له عربي سمندر سره نښلوي.

پاکستان په عین حال کې د روانې ميلادي میاشتې په پيل کې د پخواني صدراعظم، عمران خان، له نيول کېدو راهیسې له سیاسي ګډوډيو سره هم مخ دی. د عمران خان د نېولو په غبرګون کې د هغه پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د تاوتريخوالو ډګې مظاهرې وکړې. حکومت بیا د تاوتريخجنو مظاهرو او پر پوځي تاسیساتو د یورش وروړلو په غبرګون کې د خان ګوند پورې اړوند په سلونو کسان نيولي دي. خان چې په ضمانت آزاد شوی، روانه اوونۍ ېې دويچه ويله سره په یوه مرکه کې وويل چې کېدای شي بیا ونیول شي.

ورته نور ولولئ: پاکستاني طالبان خپل فعالیتونه نوو سیمو ته غځوي

(dpa)mks/mns

دلته زموږ له آرشیف څخه د پاکستان اړوند یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: