1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان وايي د داعش څلور غړي يې وژلي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

د پاکستان د تروريزم پر ضد د مبارزې اداره وايي چې پولیسو په يوه شپني عمليات کې د داعش ډلې څلور غړي وژلي دي. دغه کسان د پاکستان په ختيځ کې پروت يوه ځنګله کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شوي عمليات کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3cLwZ
Pakistan Sicherheitskräfte Polizei
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

له ملتان څخه د اسوشتيد خبري آژانس د رپوټ په حواله، د پاکستان د تروريزم پر وړاندې د مبارزې ادارې د يکشنبې په ورځ (د می ۱۷مه) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې پورې اړوند دغه څلور کسان د شپني عملياتو پر مهال وژل شوي دي.

زياته شوې چې دغه عمليات د پنجاب ايالت په يوې ډيرې محافظه کارې ولسوالۍ، بهاولپور کې چيرته چې سني مذهبه وسلوال ډير قوي شتون لري، وژل شوي دي.

په اعلاميه کې زياته شوې ده چې پوليسو د عملياتو پر مهال وسلې او چاوديدونکي مواد چې د بمونو په جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي هم کشف او ترلاسه کړي دي.

زياته شوې چې وژل شوو وسلوالو غوښتل د يوه مذهبي اقليت پر يوه عبادت ځای باندې بريد وکړي، چې د پولیسو د دغه اقدام په نتيجه کې د هغوی دغه پلان شنډ کړل شو.

د پاکستان د تروريزم پر وړاندې د مبارزې ادارې په دې اړه نور زيات معلومات نه دي ورکړی.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د ورستيو کلونو په جريان کې د وسلوالو ډلو پر ضد چې د افغانستان پولې ته نژدې پرتو قبايلي سيمو ته تښتيدلي، دې ته ورته ډير عمليات ترسره کړي دي. دغه سيمه د کلونو راهیسې داعشيانو په ګډون، د مختلفو اورپکو ډلو له پاره د يوې امن سيمې په توګه ياديږي. داعش په ورستيو کې د ګڼو بريدونو مسئوليت منلی دی.

آژانسونه/ م.ک.ص/ ا.ا