پاکستان: په روان کال کې سیلابونو ۴۲۲ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ مهر ۸, شنبهاعلان
پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دئ چې په روان کال کې د موسمي بارانونو او سیلابونو له امله تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. د دغه هیواد د طبعي آفاتو سره د مبارزې د ادارې د وینا پر اساس د سختو موسمي بارانونو په پایله کې ۴۲۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ټپیان شوي دي. د نوموړې ادارې په انټرنیټ پاڼه کې د خپرو شوو ارقامو له مخې له د سختو سیلابونو له امله پنځه میلیونه انسانانو ته هم زیان اوښتی دئ.