1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په برید کې نهه طالبان وژل سوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د یاغیانو پر پټنځای د برید رپوټ ورکړل سوي دي. په وژل سوو کي اته وسله وال طالبان او یو پولیس شامل دي. بريد په جنوبي وزيرستان کي سوی دی.

https://p.dw.com/p/4Plvl
Pakistan | Polizeieinsatz gegen die Taliban in Bannu
انځور: Karim Ullah/AFP/Getty Images

د پاکستان امنيتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چي امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په شپه د افغانستان له سرحد سره نیژدې د جنوبي وزیرستان په سیمه کي د طالبانو پر یوه پټنځای یرغل کړی او اته کسان يې وژلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه له څه وخت راهیسي یو وار بیا په دغه هیواد کي د پاکستاني طالبانو پر وړاندي عمليات پيل کړي دي. د تیر کال په پای کي پاکستاني طالبانو په اسلام آباد کي له حکومت سره د سولې د یوه تړون پای اعلان کړ او له هغه راهیسي یې د ډیرو بریدونو مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.

د پاکستاني توکمه نارينه وو په اړه د بریتانيايي وزیرې ناندریزې څرګندونې

د روان کال په جنوري میاشت کی په څو میلیوني ښار پیښور کي د طالبانو د يوه ځانمرگي برید په نتیجه کي نيږدې ۸۴ کسان ووژل سول چي ډیری یې پولیس ول.

پاکستاني طالبان د افغانستان له طالبانو څخه بیل دي. د پاکستاني طالبانو هدف د پاکستان د حکومت راپرځول او د سختو اسلامي قوانینو پلی کول دي. همدارنگه هغوی د نوموړي هیواد په پخوانیو قبیلوي سیمو کي د پوځ د حضور د کمولو غوښتنه کوي.

GP/NZ/AG