1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ولې په سند ایالت کې د کم عمره نجونو ودول ډیر شوي؟

۱۴۰۳ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

د بشري حقونو فعالانو د پاکستان په سند ایالت کې د ۲۰۲۲ کال له سیلابونو وروسته په اغیزمنو شوو سیمو کې په کم عمر د نجونو ودولو له کبله خبرداری ورکړی وو. اوس د سند وزیر اعلی د دې موضوع په هکله د تحقیقاتو امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/4jgn2
Flut in Pakistan
د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی و چې د اقلیمي بې ثباتۍ له کبله په سند ایالت کې په کم عمر کې د نجونو د ودولو ګراف لوړ شوی دیانځور: Husnain AFP/AFP

په پاکستان کې د سند سیمه ایز حکومت په ۲۰۲۲م کال کې له سیلابونو څخه په اغیزمنو شوو سیمو کې په کم عمر کې د نجونو ودولو په هکله د تحقیقاتو امر کړی دی.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د کم عمره نجونو د ودونو شمیر یو څه ټيټ شوی و، خو په ۲۰۲۲م کال کې په ځانګړي توګه د دغه هیواد په سویلي سیمو کې له شدیدو سیلابونو وروسته، د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی و چې د اقلیمي بې ثباتۍ له کبله په کم عمر کې د نجونو د ودولو ګراف لوړ شوی دی.

د اګست میاشتې په ۱۶ نیټه د فرانسې خبري آژانس یو رپوټ خپور کړ چې په هغې کې د سند ایالت په سیلاب ځپلو سیمو کې له هغو نجونو سره خبرې شوې وې چې د پيسو په بدل کې د ۱۳ او ۱۴ کلونو په عمر کې واده شوې وې.

د سند د وزیر اعلی ویاند رشید چنا، د فرانسې خبري آژانس (ای ایف پي) ته وویل چې وزیر اعلی مراد علي شاه په دې اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.

ویاند زیاته کړه: «وزیر اعلی غواړي چې د دې سیمې پر خلکو د باران پر ټولنیزو اغیزو ځان پوه کړي. د رپوټ تر وړاندې کیدو وروسته به هغه سیمې ته سفر وکړي او لارښونه به وکړي.»

د پاکستان د سند ایالت د وزیر اعلی ویاند رشید چنا زیاته کړه: «زما شخصي نظر دا دی چې په کم عمر کې د ودونو دود له پخوا څخه موجود وو، خو سیلابونو پر خلکو فشار زیات کړی دی.»

کراچۍ: د جامو د فيشن يوه غير دودیزه ننداره

د سُجاګ سنسار په نوم غیر دولتي سازمان ای ایف پي ته ویلي چې تیر کال له موسمي ورښتونو وروسته په «خان محمد مله» کلي کې ۴۵ کم عمره نجونې واده شوي دي چې ۱۵ یې د روان کال د می او جون میاشتو ترمنځ واده شوي دي.

د جولای او سپتمبر ترمنځ وختونه د غذایي تامین له پلوه د لسګونو زره بزرګرانو له پاره ډیر مهم وي، خو کارپوهان وایي چې اقلیمي بدلونونه په دې موسم کې بارانونه شدید او اوږدمهاله کړي دي چې له کبله ځمکه ښویدنه او سیلابونه رامنځته کیږي او فصلونو ته د اوږدمهاله زیان اوښتو خطر ډیریږي.

د سُجاګ سنسار غیر دولتي موسیسه له دیني عالمانو سره یوځای د ماشومانو د ودونو د مخنیوي له پاره کار کوي، د دې موسیسې مشر معشوق برهماني وايي: «له دې امله د [موسمي ناوی] په نوم یو نوی تمایل پيدا شوی دی.»

د سند ایالت ډیر شمیر کرنیزې سیمې تر اوسه پورې د ۲۰۲۲م کال د سیلابونو له اغیزو څخه نه دي وتلي. د دغو سیلابونو له امله د پاکستان یو پر دریمه برخه په اوبو کې ډوبه شوې وه، لسګونو زره کسان بې کوره شول او تیار فصلونه لمنځه لاړل.

د دې کلي یوه ۶۵ کلنې میرمنې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ۲۰۲۲کال له بارانونو مخکې دلته په دومره کم عمر کې د نجونو ودولو ضرورت نه وو».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل