1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پاکستان ولې تر ډېره له کرونا څخه بچ دی؟

۱۳۹۹ بهمن ۳, جمعه

مومن خان د سړک غاړې پر خرڅلاو بوخت دی. خو د ماسکونو پر ځای ډېری خلک خوراکي شيان ورڅخه پېري.‌ مومن د اسلام آباد د ګڼې ګوڼې په يوه تمځای کې ولاړ دی.

https://p.dw.com/p/3oGeh
Pakistan | Straßenszene in Islamabad
انځور: Muhammed Semih Ugurlu/AA/picture-alliance

د مومن خان په خبره «يوازې شتمن خلک ماسکونه رانيسي، غريب خلک وايي چې موږ ورته هسې هم پيسې نه لرو او بې له ماسکونو ګوزاره کوو.» دغه خبره نوموړي د رويټرز خبري اژانس ته کړې ده. د ده تر څنګ په لسګونو سپرلۍ يوه ګاډي يا موټر ته ورخيژي چې يوازې يو څو تنو يې ماسکونه اغوستي دي.‌ ډريور يې ور او کړکۍ پورې کوي ځکه چې هوا خورا سړه ده.

پاکستان تر دې دمه ۵۲۷ زره او ۱۴۶ کوويد-۱۹ قضيې رپوټ کړې دي چې ۱۱ زره ۱۵۷ کسانو يې له مخې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا د چارواکو د اندېښنو خلاف خورا ټيټ شمېر دی. اوس چارواکي‌ اندېښنه لري چې د خلکو اطمينان او ډاډ به دغه ښه بخت بدل کړي، ځکه چې اقتصادي‌ وضعيت دا خبره تعيينوي چې څوک حاکمو مقرراتو ته پاملرنه کوي او ځان له ويروس څخه ساتي.

۵۷ سلنه پاکستانيان د ويروس خطر مبالغه بولي

تقريبا ۵۷ په سلو کې پاکستانيان وايي چې د ويروس خطر يوه مبالغه ده او ۴۲ سلنه وايي چې هغه د خارجيانو يوه توطيه ده. دغه خبره د «ګالوپ پاکستان» له خوا د دسمبر په مياشت کې د تر سره شوې يوې سروې پايله ده. هغه بنديزونه او مقررات چې هدف يې د وبا کنترول دی، تر ډېره نه مراعاتيږي. د بس په تمځای کې له خلکو څخه هيله شوې ده چې يو له بل څخه واټن مراعات کړي او ماسکونه واغوندي. خو د دغه عمومي تمځای منيجر،‌ کبير احمد کياني، رويټرز ته وويل چې «موږ ډېر عايد له لاسه ورکوو که دوی سره بېل کښېني، ځکه چې ګټه هغه وخت کوو چې بس ښه ډک هم وي.» د هغه په خبره «ټول کاروبارونه اغېزمن شوي‌ دي،‌ په تېره ترانسپورت… نيمه برخه مسافرين مو اوس کم شوي دی.»

پاکستان «د بشپړ ټولبنديز اقتصادي‌ وس نه لري»

بلې خوا ته د اسلام آباد د پوليسو يو مشر، محمد حمزه شفقت،‌ د پوليسو له يوې ډلې سره يوه مارکېټ ته ناڅاپه ورغلی دی. دکانداران يې له پلورنځيو څخه مشرتيان وباسي او ډېر ژر ماسکونو ته لاس اچوي. د شفقات په خبره «د لوړو طبقو خلک تر ډېره مقررات عملي کوي»، خو د هغه په خبره «که د ټيټې طبقې خلکو ته وګورئ، نو د مقرراتو عملي کول ورته تقريبا ممکن نه دي،‌ چې دا زموږ له پاره هم يو ستر چلنج دی.»

د شفقت په خبره په اسلام آباد کې د لس ميليونو روپيو په مقدار جريمې وېشل شوې دي او ۸۰۰ کاروبارونه د وبا د شروع کېدو راهيسې تړل شوي‌ دي.‌ په داسې حال کې چې د ښوونځيو او جوماتونو د تړل کېدو تدابير بېرته پورته کېدای شي که شمېرې البته بېرته لوړې شي، خو د هغه په خبره «بشپړ ټولندیز امکان نه لري، زموږ هېواد يې اقتصادي وس نه لري.»

رويټرز/ن ص/ا ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: