1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پاکستان ولي پر افغان هوايي شرکتونو خپل هوایي حریم تړلی؟

۱۳۹۷ اسفند ۸, چهارشنبه

پاکستان د چهارشنبې په ورځ له هندوستان سره د شخړو د زیاتیدو له کبله خپل هوایي حریم د ملکي پروازونو پر مخ وتړه. په دې ترڅ کې له افغانستان څخه د هند پر لور یوه روانه الوتګه هم له نیمې لارې راګرځول شوې ده.

https://p.dw.com/p/3EBVD
Afghanistan Flugzeug Kam Air
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د ملکي هوانوردۍ ادارې او پوځي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه هیواد خپل هوایي حریم تړلی دی. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې د دې هیواد هوایي حریم به تر څومره وخته پوري تړلی پاته شي، خو د پاکستان پوځ ویلي دي چې پریکړه یې د «رامنځ ته شوې چاپیریال» له کبله کړې ده.

د پاکستان د ملکي هوانوردۍ ادارې یوې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې هوایي شرکتونو ته خبر ورکړل شوی دی چې تر «ثاني هدايته» پورې په پاکستان کې خپل فعالیتونه وځنډوي.

په دې ترڅ کې د کام ایر هوایي شرکت مرستیال سلیمان عمر، له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دې شرکت یوه الوتکه چې له کابل څخه د هندوستان پر لور الوتې وه تر پرواز لږ وروسته بیرته ناستې ته اړه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «الوتکې تازه پرواز کړی وو چې د پاکستان د هوایي حریم د تړل کیدو خبر ور ورسید، نو له دې کبله الوتکه بیرته ناستي ته اړه شوه [...] الوتکه لا د افغانستان له هوایي حریمه نه وه وتلې.»

د عمر په خبره دې موضوع ټول هغه شرکتونه چې له افغانستان څخه د پاکستان د هوایي حریم په کارولو نورو هیوادونو ته الوتني لري، اغیزمن شوي دي. هغه وویل: «د پاکستان له هوایي حريمه تیریدونکي ټول پروازونه لغو شوي دي چې لامل یې په دې سیمه کې پوځي خوځښتونه دي.»

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ خپلواک ریاست هم دغه موضوع تائید کړې ده. د دې ریاست ویاند محمد قاسم رحیمي، دویچه ویله ته وویل: «له افغانستان څخه هند ته ټول پروازونه او همداراز له هند څخه افغانستان ته ټولي الوتني چې د پاکستان له فضا تیریږي ځنډول شوي دي.»

افغان چارواکو روښانه کړې ده چې په دې اړه معلومات نه لري چې دغه وضعیت به تر کوم وخته پوري دوام وکړي. خو رحیمي ټینګار وکړ چې په دې برخه کې د افغانستان له خوا کوم محدودیت نه شته او د پاکستان له خوا د هوایي حریم تر پرانیستلو وروسته به افغان شرکتونه یو ځل بیا خپل عادي الوتنې پیل کړي.

د پاکستان د هوايي حریم بندیدل هندوستان ته د الوتنو د بندیدو په معنی نه دی، ځکه افغان هوایي شرکتونه وایي چې ډیر ژر به له یوه بل مسیر څخه د هندوستان پر لور الوتنې پیل کړي.

مسعود جهش/ شکیلا ابراهیم خیل