1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: مریم نواز شریف هم ونیول شوه

۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبه

د پاکستان د ملي احتساب ادارې، د مسلم لیګ نواز ګوند سیاستواله او د نواز شریف لور نیولې ده. د ملي احتساب ادارې په وینا مریم نواز شریف او د هغې یو خپل یوسف عباس د «چوهدري شوګر ملز» اړوند قضیې په تړاو نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3NZv7
Pakistan Maryam Nawaz Sharif Tochter des Ex-Regierungschefs in Islamabad
انځور: Reuters/F. Mahmood

رویټرز خبري آژانس د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د ویاندې عظمی بخاري له قوله لیکلي دي: «مریم او عباس د چوهدري شوګر ملز په قضیه کې نیول شوي دي.»

دا د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د سیاسي کورنۍ مهم کسان دي، چې نیول کیږي. ویل شوي دي چې مریم نواز شریف هغه مهال ونیول شوه چې د لاهور په یوه زندان کې د پلار لیدلو ته روانه وه.

د بورې فابریکې قضیه د نواز شریف له کورنۍ سره چې څو کلونه یې په دغه هیواد واکمني کړې تړاو نیسي. د شریف کورنۍ وایي چې د دوی پر ضد دغه قضیې سیاسي انګیزه لري.

مریم نواز شریف د اپوزیسیون یوه له محدودو څیرو څخه ده چې د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان او د دغه هیواد پر ځواکمن اردو باندې په ښکاره نیوکه کوي او په دې یې هم تورنوي چې د دوی د ګوند غونډې او مطبوعاتي کنفرانسونه سانسوروي.

Pakistan Maryam Nawaz Sharif Tochter des Ex-Regierungschefs
انځور: Getty Images/D. Berehulak

عمران خان او پوځ دا تورونه ردوي چې د دغه ګوند غونډي سانسوريږي او یا د دغې کورنۍ پر ضد قضیې سیاسي انګیزه لري.

د ملي احستاب ادارې (نېب) د مریم نواز شریف نیول تائید کړي دي. د دغې ادارې ویاندې په لاهور کې رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی نیول شوي دي، خو دا چې هغوی چیرې وساتل شي په هکله به یې اسلام آباد کې زموږ مرکزي دفتر پریکړه وکړي.»