1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره پر پوله د تاوتريخوالي د له منځه وړلو هڅه

۱۴۰۰ بهمن ۲۸, پنجشنبه

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې له افغانستان سره پر پوله خپل عمليات ډېر کړي دي. له هغه وخت راهيسي چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، په پاکستان کې پر پوځ د وسله والو بریدونو ډېر زور اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/47APk
Pakistan Afghanistan l Sicherheitskraft an der Grenze in Chaman
انځور: Akhter Gulfam/dpa/picture alliance

د پاکستان د پوځ په حواله اسلامپالو وسله والو او بيلتون غوښتونکو ياغيانو په تېره مياشت کې لږ تر لږه ۱۴ پاکستاني عسکر وژلي دي. د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې له دې بريدونو څخه یې د دريو عاملين له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شوي ول.

خو د طالبانو حکومت چې په افغانستان کې له يوه بشري بحران سره په مبارزه بوخت دی، دا خبره ردوي چې ګويا افغان خاوره دې د بريد له پاره کارول شوي وي.

خو د طالبانو له خوا پر دې ډول تضمينونو سربیره هم سرحدي شخړي چې له لسیزو راهیسې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ترنګلتياو اصلي ټکی دی، کولی شي خپل منځي اړيکي کمزوري کړي.

د پاکستان پوځ ويلي دي چې په بلوچستان ایالت کې یې د چهار شنبې په ورځ د عملياتو په ترڅ کې ۶ وسله وال وژلي دي. د پوځ له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې راغلي: «په پاکستان کې د دا ډول ترهګریزو کړنو د ترسره کوونکو د له منځه وړلو له پاره به عمليات دوام ولري.»

د امنيتي برخې يوه لوړ پوړي چارواکي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ پر استخباراتي معلوماتو ولاړ عمليات ډېر کړي دي څو د وسله والو [پاکستان ته] د داخليدو مخنيوی تضمين کړو.»

د پاکستان لوري ته پراخې سرحدي سيمې له لسیزو راهيسې د حکومت له کنتروله وتلي وې او هغه پولې چې په نخښه شوې نه وې، دواړو غاړو ته آزادو پښتانه قبايلو ژوند کاوه چې په خپلو منځو کې یې آزاد تګ راتګ کولی شوای.

خو يوه بل پاکستاني چارواکي وويل چې پاکستان هوډ لري دا څه له منځه يوسي او هڅه کوي چې د پښتنو سيمې تر حکومتي ولکې لاندې راولي. په دې موخه پر سرحد د ازغن تار لګولو کار کابو بشپړ شوی دی او پر سرحد د خلکو د کنترول له پاره يو کلک د سرحد د کنترول سيسټم رامنځته شوی دی.

Pakistan Angriff auf das Hauptquartier des Grenzkorps in Quetta
د فيبرورۍ مياشتې په سر کې په بلوچستان کې د پوځ پر دوو اډو بريدونه وشولانځور: DW/Abdul Ghani Kakar

«دوستان»

که څه هم چې په رسمی توګه پاکستان په دې تېرو شلو کلونو کې د امريکا متحده ایالاتو متحد وو، خو دغه هيواد له کلونو راهيسې له طالبانو سره هم ښې اړيکي پالي. خو کله چې پاکستان د پاکستاني طالبانو او بیلتون غوښتونکو د تاوتريخوالي سره مخ شو، له طالبانو د پاکستان دې غوښتنې چې خپل لوري ته سرحد خوندي کړي، هومره نتیجه نه ده ورکړې څومره چې پاکستان تمه درلودله.

په داسې حال کې چې مايوسي یې ورځ تر بلې زياتيږي، پاکستاني چارواکي پر طالبانو فشار واردوي چې وسله والو ته پټنځای او وسايل په اختيار کې نه ورکوي. هغه يوه غوښتنه چې د پاکستان د ملي امنيت مشاور معيد يوسف تېره مياشت کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له نويو واکمنانانو څخه کړې وه. خو د يوسف دفتر په دې اړه له کومې تبصرې ډډه وکړه.

په کابل کې بيا طالبان دا خبره ردوي چې ګڼي افغان خاوره په پاکستان کې د بريدونو له پاره کارول کيږي او تمه لري چې دا ستونزه به د خبرو له لارې حل شي. د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوازمي رويترز ته وويل: «موږ هڅه کوو چې دا ډول مسئلې له ديپلوماتيکو لارو حل کړو.»

طالبانو همدا څو مياشتې مخکې هڅه وکړه چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ډلې ترمنځ مذاکراتو ته زمينه برابره کړي، خو دغه مذاکرات څو مياشتې وروسته بيرته پای ته ورسيدل.

خو پر مايوسۍ سربیره هم پاکستاني چارواکي له افغان طالبانو سره په اړيکو کې د جدي ستونزو امکانات ردوي. يوه پاکستاني چارواکي وويل: «موږ ښه دوستان يوو.»

د پاکستان پوځ د معلوماتو دفتر پر سرحد د عملياتو د پراخولي يا اندازې په اړه د رويترز پوښتنې ته غبرګون نه دی ښوولی او دې غوښتنې ته هم چې که د افغانستان له خاورې عمليات جاري وي، نو د پاکستان پوځ به کومه لاره غوره کوي؟

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مخالفت بل ټکی د پاکستان له لوري له افغانستان سره پر ۲۶۰۰ کيلومتره اوږده سرحد، چې د انګیزانو له خوا ټاکل شوی وو او دې ته پکې هيڅ پاملرنه نه وه شوې دغه سرحد پښتني قبايل سره جلا کوي، د ازغن تار د لګولو موضوع ده. تر اوسه يوه افغان حکومت هم دغه کرښه د يوه رسمي سرحد په توګه نه ده پيژندلې.

په دې وروستيو کې طالب جنګيالو په څو ځایونو کې وخت په وخت د پاکستان له خوا د ازغن تار لګول راګرځولي دي. د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب هم ويلي چې حکومت یې پر سرحد د دې اغزن تار د لګولو اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي تېره اوونۍ له ملي تلویزيون سره په يوه مرکه کې زياته کړه: «موږ د ازغن تار په اړه تر اوسه هيڅ پريکړه نه ده کړې.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)