"پاکستان لخوا د راکټي بریدونو جواب ته چمتو یو"
۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزېر، جنرال بسم الله محمدي، ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وویل چي له ۴۰ ورځو را په دی خوا افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د توغندیو بریدونه زغمې چې قرباینان یی تر ډېره ولسي خلک دي.
د افغان چارواکو په حواله تر اوسه پوري پاکستاني ځواکونو پر افغانستان 761 توغندي توغولي دي.
دغه چارواکي زیاتوي چی افغان ځواکونو د پاکستان پر ضد ځوابي بریدونو ته بشپړ چمتوالۍ نیولی او په همدې موخه يي سیمې ته وسلې او ځواکونو استولي دي.
د کورنیو چارو وزېر وايي له تاوتریخوالي څخه د مخنیوي په موخه يي له دیپلوماتیکو لارو هم د دې ستونزې د هوارې هڅې کړي خو تر دې دمه یې کومي مثبتي پایلي نه دي تر لاسه کړي.
د بسم الله محمدې په حواله پاکستاني چارواکې دا هم نه مني چې د دوې له خوا پر افغان خاوره توغندي ویشتل شوي خو په دې برخه ښکاره شواهد په لاس کې شته.
دی زیاتوي چې د دې موضوع په غبرګون کې د ختیځ زون د سرحدې پولیسو قوماندان، جنرال امین امرخیل، له خپلې دندې لاس په سر شو خو وزارت یې استعفې ونه منله.
د افغانستان د ملي دفاع وزېر، ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، هم وايي چې د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخېزي غونډي کې هم دا موضوع مطرح شوه خو پاکستاني لورې په دې اړه ناخبرې وښوده.
د ښاغلي وردګ پر وینا تیره ورځ د توغنديي بریدونو سربیره پاکستاني چورلکو هم د افغانستان پر حریم تېری کړی او له چورلکو څخه د ډزو رپوټونه هم ورکړل شوي.
دی وايي په دې برخه کې یې له توان سره سم خپلې ټولې تیارۍ بشپړې کړي او یواځې د ولسمشر او ملي شورا امر ته سترګې پر لاره دی.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزېر، زلمي رسول، ولسي جرګې ته وویل د موضوع په اړه یې له پاکستاني لورې سره خبرې کړي خو کومه پایله یې نه درلوده. دی وايي چي د دغي ستونزې د هوارې لپاره باید بنسټېزې لارې چارې ولټول شي.
لوړ پوړي افغان چارواکې په داسې حال کې ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو چې همدا نن په کابل ښار کې پر افغان خاوره د راکټي بریدونو په غبرګون سلګونو کسانو لاریون وکړ.
افغان ولسمشر، حامد کرزي، تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین، سلمان بشیر، سره په خبرو کې د دغو راکټي بریدنو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کړې وه، خو پاکستاني پوځ تر دې دمه په دغو راکټي بریدونو کی خپل لاس لرل ردوي.
دیچه ویله/ اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش