پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزې د ورکړې محدودیت لیرې کړ
۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبهپه کابل کې د پاکستان سفارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانانو ته یې د ویزو ورکړه محدوده کړې ده او یوازې زړو، ناروغانو، ښځو او سوداګرو ته ویزې ورکوي.
د پاکستان سفارت په خپله اعلامیه کې د دې کار علت د سفارت د ودانۍ د باندې د ویزې له متقاضیانو څخه د پيسو اخیستل ښوولي وو او له افغان حکومت څخه یې په دې برخه کې د جدي اقدام غوښتنه کړې وه.
د دغې اعلامیې تر خپریدو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره ملاقات وکړ او ویې ویل چې په دغه برخه کې جدي څیړنې پیل شوي دي او هڅې روانې دي چې د سفارت د باندې د دغه ډول خلکو مخه ونیول شي.
د پاکستان سفارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دغه ډاډ ورکولو وروسته اعلان وکړ چې سر له دوشنبې څخه د ویزو محدودیت بیرته لیرې کوي. د سفارت په وروستۍ اعلامیه کې راغلي دي: «د پاکستان سفارت د دوشنبې له ورځې راهیسې بیرته خپل کونسلي خدمات پیلوي.»
د پاکستان د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د ویزې متقاضیان کولای شي پرته له کوم لګښت څخه ویزه تر لاسه کړي او پر وړاندې یې هیڅ ډول محدودیت نه شته.
د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو له پاره د مراجعینو ډیرښت، د بډو اخیستونکو او کمیشنکارانو له پاره فرصت ډیر کړی دی.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې آن د سفارت ساتونکو له یوه اړخه له کمیشنکارانو سره لاره جوړه کړې او له بل اړخه به یې له مراجعینو سره ناسم او سخت چلن کاوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې تړاو د خلکو د شکایت له کبله د سفارت ټول امنیتي ساتونکي لیرې کړل شوي دي او پر ځای یې نوي کسان ګومارل شوي دي. زیاته شوې ده چې ځیني ساتونکي د بډو اخیستو او له کمیشنکارانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، په دې تړاو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ اجرات کړي دي او څو تنه ساتونکي چې رشوت یې اخیسته، د خلکو د آزار او اذیب سبب شوي او کمیشنکاري یې کوله نیول شوي دي.»
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند دا هم وایي چې زیاتره ستونزې د پاکستان سفارت له داخل څخه منشا اخلي: «هغوی [د پاکستان سفارت] هم دا ستونزي رامنځ ته کړي دي، ازدحام یې ډیر کړی دی او نه یوازې یې خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی، بلکې د ساتونکو د مشکلاتو او سرخوږي سبب ګرځیدلي دي.»
په کابل کې هره ورځ په لسونو کسان د پاکستان سفارت ته د ویزو اخیستلو له پاره مراجعه کوي او په دې ترتیب د پاکستان د سفارت مراجعین د نورو هیوادونو د سفارتونو د مراجعینو په پرتله د پام وړ ډیر دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې باور دی چې د پاکستان د سفارت د مراجعینو ډیرښت او ازدحام له کبله د هغه ډول امنیتي تدابیرو نیول ګران دي، چې خلک او د پاکستان سفارت یې توقع لري.