1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پاکستان: کرونا وبا ماشومانو ته د پولیو واکسین مخه نیولې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

د آلمان خبري آژانس په حواله په پاکستان کې په روانه مياشت کې په ميلونونو ماشومانو ته د پوليو هيڅ واکسین نه دی تطبيق شوی. پاکستان د افغانستان او نايجيریا تر څنګ هغه هيواد دی چې د پوليو يا ګوزڼ ناروغي پکې اوس هم موجوده ده.

https://p.dw.com/p/3bDx1
Pakistan Polio Impfung Gesundheit Kinder Peshawar
انځور: picture-alliance/dpa

 د سې شنبې په ورځ د پوليو واکسين د کمپاين يوه پاکستاني استازي د آلمان خبري آژانس «ډي پي اې» ته وويل چې په ټول هېواد کې د پوليو واکسين نه دی تطبيق شوی. دغه استازي وويل: «موږ د اپريل په مياشت کې په ټول هيواد کې باید د پوليو واکسين لړۍ د کرونا ويروس له کبله درولې واې.»

د نوموړي د اټکل له مخې کابو ۴۰ میلیونه کسانو له پاره واکسين کم دې. د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د واکسين دغه لړۍ د جون مياشتې پورې ځنډيدلې. د پولیو پر وړاندې د مبارزې د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې پاکستان د افغانستان او نايجریا تر څنګ هغه هیواد دی چې په کې د  پوليو يا د ګوزڼ مثبتې پیښې ثبتیږي.

په روان میلادي کال کې تر اوسه په دغه هیواد کې د پوليو ۴۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. په پاکستان کې تل د پوليو واکسين کمپاين د خونړيو پېښو تر سيوري لاندې ترسره کیږي او له همدې امله يې واکسين په سمه توګه نه ترسره کيږې.