پاکستان د سولې د څلور اړخیزي غونډي کوربه توب کوي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سهشنبهپه دغو څلورو هیوادونو کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحد ایالات شامل دي او له جنوري میاشتي راهیسې هڅه کوي چې له افغان وسله والو طالبانو سره د سولي دریدلې خبرې اترې پیل کاندي.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دغه ترڅ کې د پرمختگ کمښت ډیر خلک ناهیلي کړي دي، په داسې حال کې چې طالبانو خپل یاغیتوب ته لا زور ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا، د تویتر له لاري لیکلي دي چې د څلورو هیوادونو تر منځ به د خبرو اترو پنځمه غونډه په اسلام آباد کې د چهارشنبې په ورځ وشي، خو په دې هکله یې نور هیڅ ډول جزئیات نه دي په ډاگه کړي.
د فيبروري میاشتي په وروستیو کې په کابل کې د خبرو اترو تر څلورمي غونډي وروسته په خپره شوې گډه بیانیه کې راغلي ول چې اټکل کیږي د کابل او طالبانو تر منځ د سولي مستقیمي خبري اتري د مارچ میاشتې په لومړیو کې تر سره شي.
په داسې حال کې چې په کابل کې حکومت هڅې کولې چې وسله وال یاغیانو د سولي خبرو اترو ته راولي، طالبانو په اپریل میاشت کې د خپلو «پسرلنیو» عملیاتو د پیلیدو اعلان وکړ.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې طالبانو له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو اترو د بیرته پیلولو له پاره له ټول هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د مخکیني شرط په توگه یاد کړی وو.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تیر کال په دوبي کې په مستقیمه توگه د سولي خبري اتري پېل شوې، خو د ملا عمر د مړیني خبر تر افشا کیدو وروسته دغه خبري اتري وځنډیدي.