پاکستان د رباني د وژني په څېړنه کي د همکارۍ څخه انکار کړی
۱۳۹۰ مهر ۱۲, سهشنبهد افغانستان د استخباراتي ادارې مرستيال، محمد ياسين ضيا، ويلي، چي پاکستان په رسمي ډول د رباني د مړيني په قضيه کي د همکارۍ له کولو څخه انکار کړی دی:
«نن مو په کابل کي د پاکستان له سفارت څخه يو پيغام تر لاسه کړ، چي پکښي ويل سوي، چي دغه هيواد د رباني د مړيني په قضيه کي د همکاريو له کولو څخه معذرت غواړي، ځکه چي دغه قضيه اوس په رسنيو کي ډيره افشا سوې ده.»
د دغه افغان چارواکي په خبره افغان چارواکو غوښتل، چي د رباني د مړيني د موضوع پر سر د پاکستان د استخباراتي ادارې له مشر، جنرال شجاع پاشا، سره وګوري خو دغه پاکستاني چارواکي کومه لويوالتيا و نه ښودله.
دغه راز د افغانستان د ملي امنيت ادارې نن په يوه خبره غونډه کي خبريالانو ته داسي يوه ويډيو سپارلې، چي په کښي د رباني د وژلو په اړه د پلټنو معلومات ښکاري.
په دغه ۴۶ دقيقه يي ويډيو کي هغه کسان ښودل کيږي، چي د رباني د وژلو په اړه يې اعترافات کړي دي.
په ويډيو کي ويل سوي، چي له ۳۰ کسانو تحقيقات سوي، چي په هغو کي د سولي د عالي شورا غړي، د رباني ساتونکي او نور کسان شامل دي.
که څه هم د افغان حکومت د وروستيو خبرو په اړه لا پاکستان تر اوسه څه نه دي ويلي، خو دغه هيواد له پخوا د رباني په مړيني کي لاس درلودل رد کړي دي.
د رباني تر وژني وروسته ولسمشر کرزی دې ته اړ سو، چي د طالبانو سره د سولي پر خبر يو وار بيا له سره غور وکړي. کرزي تيره ورځ په يوه تلويزيوني وينا کي پر پاکستان تور ولګاوه، چي د تروريزم سره په جګړه کي دومخي پاليسۍ پرمخ بيايي.
« پر ټولو بدبختيو سربيره د افغانستان د خلکو په وړاندي دوه مخې پاليسي دوام لري. پاکستان زموږ له هغو هڅو څخه چي غواړو په هيواد کي سوله راولو ملاتړ و نه کړ او دا يو ډير خواشينونکی خبردی.»
دا په داسي حال کي ده، چي پر پاکستان د نيوکو سربيره هم کرزي وايي، چي د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره بايد افغانستان د پاکستان له لاري مخکي ولاړ سي.
د افغانستان استخباراتي اداري ويلي دي چي د رباني د مړيني په اړه شواهد يي پاکستان ته سپارلي دي. دغي اداري همداراز د پاکستان پر استخباراتي اداري تور لګولي چي د رباني په وژلو کي لاس لري. پاکستان بيا تل دغه خبره رد کړې ده.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل