1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغان مليشو جوړول ردوي

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

په کابل کې د پاکستان سفير پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې افغان امنيتي ځواکونه دې پياوړي کړي. خو د طالبانو ضد مليشو جوړولو څخه يې بيا خبرداری ورکړ. ولې؟

https://p.dw.com/p/3wK2N
Afghanistan Kämpfe in Kunduz
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

په کابل کې د پاکستان سفير، منصور احمد خان، خبرداری ورکړ چې د طالبانو پر ضد د مليشو جوړول ښايي په افغانسان کې امنيتي وضعيت نور هم پسې خراب کړي. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې »که وضعيت د مليشو او طالبان تر منځ يو ډول جګړې ته ووځي، نو دا به خطرناک وي.«

طالبانو په دې وروستيو کې په ټول افغانستان کې تعرضي بريدونه پيل کړي دي چې ډېرې سيمې يې تر ولکې لاندې راوستې دي. دا چې طالبان اوس د افغانستان د ۸۵ سلنې خاورې د کنترولو ادعا لري، نو د افغانستان  بېلو جنګي مشرانو د خپلو جنګياليو د راټولولو کار پيل کړی څو خپلې سيمې وساتي او د طالبانو په وړاندې د حکومتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

خو د پاکستان د سفير په خبره »مهمه ده چې د افغان حکومت دفاعي ظرفيت پياوړی شي څو دغه ډول بريدونه دفع کړي.«

د جمعې په ورځ سابقه لرونکي جنګي مشر، اسماعيل خان، چې د طالبانو په پرځولو کې يې هم مرسته کړې ده، د ياغيانو په وړاندې د حکومتي ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

بلخوا د پاکستان سفير ويلي دي چې د ولسمشر غني د حکومت د ملاتړ په موخه زياتې نړيوالې همکارۍ ته اړتيا ده چې »دا مهال په افغانستان کې مشروع حکومت« دی. نوموړي اندېښنه هم څرګنده کړه چې که په افغانستان کې وضعيت خراب شي نو »د دواړو هېوادونو د ډېرو نژدې کلتوري او مذهبي اړيکو له کبله« ښايي ډېر کډوال پاکستان ته کډه شي. د هغه په خبره د پاکستان هدف دا دی چې د افغانستان کشالې ته سياسي حل وموندل شي.

Nicaragua
په دې وروستيو کې د طالبانو بريدونه ډېر شوي ديانځور: Reuters/Parwiz

په کابل کې د پاکستان سفیر همدا راز زیاته کړې چې »يو ټول شموله، پراخ بنسټه او هر اړخيز سياسي حل نه يوازې د افغانستان، بلکې د افغانستان د ټولو ګاونډيانو په ګټه« دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو په پر له پسې ډول پر پاکستان د لسيزو راهيسې له طالبانو څخه د ملاتړ تور لګولی دی.

دغه تندلاری اسلامپال حرکت په هغو ځوانو افغانانو کې رامنځ ته شو چې په پاکستان کې يې اسلامي زدکړې کړې وې. پاکستان همداراز يو له څلورو هېوادونو څخه وو چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکمنستان تر څنګ يې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی وو.  

AFP/K.H/N.S