پاکستان: د افغانستان د تاوتریخوالي پړه پر موږ مه اچوی
۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سهشنبهواشنګټن د تیرې شنبي په ورځ پاکستان په دې تورن کړی و، چي د حقاني شبکي سره اړيکي لري، پر کابل د تر سره سوي برید او نورو بریدونو پړه د حقاني په ډله ور اچول کیږي. او ویلي یې وو چي اسلام آباد باید د هغوی سره خپلو اړیکو ته د پای ټکی کښيږدي.
یو لوړپوړي پاکستاني پوځي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي: « هر کله چې په کابل او یا د افغانستان په کوم بل ځای کي کوم غټ برید تر سره سي، د تورونو لګولو دغه لوبه شروع سي. د دې پر ځای چي دوی پر موږ تور لګوي هغوی باید د پولي هغه غاړي د تروریستانو پر ضد ګامونه پورته کړي.»
په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، کیمرون مونټر، د شنبې په ورځ د، ریډیو پاکستان، سره په خپلو څرګندولو کي ویلي، چي داسي شواهد سته چي د حقاني ډله د پاکستان له دولت سره اړیکي لري.
واشنګټن د ډیرې مودي راهیسي هغه اورپکي، چي په افغانستان کي تاو تریخوالي ته لمن وهي په دې تورنوي، چي په پاکستان کي خوندي ځایونه لري. خو پاکستان واېي، چي د ترویزم پر ضد جګړه یې پوځ ډیري زیاتي قربانی ورکړي.
د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یولسمو پیښو راپدیخوا، چي پاکستان د تروریزم پر ضد جګړه کي د امریکا سره لاس یو کړی، تر اوسه یې شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیرو پدغه جګړه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل