پاکستان ته د خلیلزاد د سفر پای او د غني د سولې لا سخت شرایط
۱۳۹۸ آبان ۸, چهارشنبهد سپتمبرمیاشتې په پیل کې داسې ښکاریدل چې امریکا متحده ایالات او طالبان چې له میاشتو راهیسې یې د قطر په پلازمینه دوحه کې سره اوږدې خبرې کولې، سره یو توافق ته ورسیږي. تړون چمتو وو، د شاهد په توګه بلل کیدونکي هیوادونه په ګوته شوي وو او آن د طالبانو یوه پلاوي ته امریکا متحده ایالاتو ته د سفر او هلته له ولسمشر دونالد ترمپ سره د لیدو بلنه ورکړل شوې وه.
خو هر څه هغه وخته له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ شول چې ولسمشر دونالد ترمپ د تویتر ټولنیزې شبکې له لارې د طالبانو سره خبرې اترې لغوه اعلان کړې او دغه ډله یې وګواښله. په ظاهر کې د ترمپ د دې پریکړې لامل د طالبانو هغه یو برید وو چې پر نورو سربیره په کې یو امریکایي سرتیری هم وژل شوی وو.
له هغه وخت راهیسې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد، له صحنې لیري پاتې شو. خو اوس داسې ښکاري چې هغه یو ځل بیا د سولې هلې ځلې پیل کړي دي. خلیلزاد کابل ته ولاړ او له افغان چارواکو سره تر لیدو وروسته پاکستان ته ولاړ. په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې خلیلزاد د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه بحثونه کړي دي.
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې خلیلزاد به تر پاکستان وروسته کوم هیواد ته سفر وکړي.
خو داسې ښکاري چې د ولسمشر محمد اشرف غني، په مشري د کابل حکومت اوس د سولې پر وړاندې خپل موقف یو څه سخت کړی دی. د غني د ملي امنیت مشاور حمدالله محب، د سه شنبې په ورځ وویل چې کابل اوس له پاکستان څخه غواړي چې د طالبانو مرسته بنده کړي او د افغانستان جګړې ته لمن و نه وهي.
محب پر دې هم ټینګار وکړ چې اوس نو کابل غواړي چې طالبان د سولې د خبرو اترو له پاره د یوه له مخکې ټاکل شوي شرط په توګه یو میاشتنی اورند وکړي چې د محب په خبره ثابته شي دغه ډله اوس هم پر خپلو قوماندانانو او جنګیالیو پوره کنترول لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه پورې د اوربند وړاندیز او یا هم له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې اترې په کلکه ردې کړي دي. دغه ډله د کابل حکومت لاسپوڅی بولي او یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره مذاکراتو ته غاړه ږدي.
ms/bs (ap)