1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

پاکستان نارغیو سره د مبارزې له پاره په زرونو ډاکټران ګمارلي

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۲۰م کال د سپتمبر ۲۳) وويل چې په سېند سيلاب ځپلي ایالت کې ېې د خپرو شوو ناروغيو سره د مقابلې له پاره په زرونو ډاکټران او روغتيايي مرستندويان په دندو ګمارلي دي.

https://p.dw.com/p/4HGMu
د پاکستان په سیند ایالت کې له جولای میاشتې راهېسې سيلابونو کې ۳۱۱ ماشومان، ۱۳۳ ښځي او ۷۲۴ کسان مړه شوي دي او دوه میلیون کورونه ېې تخریب کړي دي
د پاکستان په سیند ایالت کې له جولای میاشتې راهېسې سيلابونو کې ۳۱۱ ماشومان، ۱۳۳ ښځي او ۷۲۴ کسان مړه شوي دي او دوه میلیون کورونه ېې تخریب کړي دي انځور: PPI via ZUMA Press Wire/picture alliance

په پاکستان کې تر سيلابونو وروسته خپرو شوو ناروغیو تر ۳۰۰ ډير کسان مړه کړي دي.

د اسوشتید پریس په حواله، پاکستان د تیرو دوو میاشتو په جریان کې نژدې ۱۰ زره اضافي ډاکټران، نرسان او روغتيايي کارمندان د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه سیند ایالت ته استولي دي.

د سیند ایالت روغتيايي چارواکو ويلي دي چي هغه ډاکټران چې په دغه سېمه کې ېې له کارکولو ډډه کړې، له دندو ايستل شوي دي. د پاکستان په سیند ایالت کې له جولای میاشتې راهېسې سيلابونو کې ۳۱۱ ماشومان، ۱۳۳ ښځي او ۷۲۴ کسان مړه شوي دي او دوه میلیون کورونه ېې تخریب کړي دي.

د چارو ډیری کارپوهان د دغو سېلابونو لامل چې ۳۳ میلیونه انسانان ېې اغیزمن کړي، اقليمي بدلون ښي.