شخړي
پاکستان: افغانستان مو له طالبانو سره سولې ته هڅولی
۱۳۹۵ مهر ۳۰, جمعهاعلان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هیواد یې تل په افغانستان کې د سولې راتلو او تاوتریخوالي ختمیدو غوښتنه کړې ده او د دې بهیر ملاتړ یې کړی. دغه څرګندونې تر هغه لږ وروسته کیږي چې د ګاردین انګلیسي ورځپاڼي د یوه رپوټ په حواله افغان چارواکو په قطر کې د طالبانو له یو شمیر استازو سره پټې خبرې اترې کړې دي.
پاکستان تیر کال د افغانستان د سولې خبرو اترو د یوه بهیر د لومړۍ غونډې کوربه وو. خو دغه بهیر، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو سره له ناکامي سره مخامخ شو.
کابل ډیر وخت پر پاکستان باندې تور لګوي چې یا خو د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري نه کوي او کله هم د دې بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي. پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې د یوه باثباته افغانستان پلوي دي.