پاکستان: احمد شجاع پاشا امريکې ته تللی
۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبهپاکستان ويلي چي په تيرو مياشتو کي د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ د ناندريو تر ډيريدو وروسته د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر احمد شجاع پاشا د امريکا د متحده ايالاتو سره د خبرو له پاره هغه هيواد ته تللی.
دا سفر پداسي وخت کي تر سره کيږي چي د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان باندي د ۸۰۰ ميلونو ډالرو پوځي مرسته د څنډ اعلان کړی.
دې اعلان ته په لومړي غبرګون کي د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار ويلي چي د افغانستان د پولي څخه به خپل پوځونه بيرته پر شا کړي. خو د پاکستان پوځ تر اوسه پوري دا اقدام نه دی کړی.
د پاکستان پوځ د پاشا د سفر په اړه د جزيياتو ورکولو څخه ډډه کړې. په پاکستان کي خلک په دي باور دي چي د پاشا سفر د امريکا د متحده ايالاتو سره د امنيتي اړيکو بيرته ټينګول دي.
پاکستان ويلي چي د امريکايانو له خوا بايد داسي يو طرفه بريد لکه اسامه بن لادن چي په کښي ووژل سو نور تر سره نه سي، خو سپيني ماڼۍ ويلي، چي دا حق د ځانه سره خوندي ساتي چي دې ته ورته بريدونه تر سره کړي.
خو د پاکستان ځيني څيړونکي په دې آند دي چي واشنګټن ته د پاشا سفر په دې معني دی چي پاکستان د دغه درزونو ډکول غواړي.
د پاکستان يوه څيړونکي حسن عسکري فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي:« دا د رامنځ ته سوي حالت د ښه کولو يوه هڅه ده، او د داسي يو ممکنه لاري برابرول دي چي دواړو خواو ته د منلو وړ وي.»
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل