1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی مقام: طالبانود امریکا بې پيلوټه الوتکو ته اډه ورکړې

۱۴۰۳ فروردین ۱۳, دوشنبه

د پاکستان یوه ایالتي چارواکي ادعا کړې ده چي طالبانو د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته یوه اډه د قراردادیانو په اختیار کي ورکړې ده. د طالبانو ویاند د دغه پاکستاني چارواکي څرگندونې ناسمې بولي.

https://p.dw.com/p/4eJWg
Afghanistan l USA Konflikt l US-Drohne über dem Flughafen Kabul
آرشیف: پر کابل باندي د امریکا بې پیلوټه الوتکه انځور: Aamir Qureshi/AFP via Getty Images

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي، د افغانستان په هکله خپلو تازه څرگندونو کي ویلي دي چي، داسي رپوټونه سته چي طالبانو له داعش سره د مبارزې له پاره، له امریکا متحده ایالاتو سره د همکارۍ په هدف، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د استفادې له پاره په کندهار کي یوه اډه ورکړې ده. 

هغه زیاته کړې ده چي دغه تعامل د طالبانو د استخباراتو او امریکايي قراردادیانو ترمنځ، رامنځته سوی دی.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد، دویچه ویله ته ویلي دي چي د دغه پاکستاني چارواکي څرگندونې د«جواب ورکولو ارزښت نه لري.»

مجاهد په عین حال کي تائيد کړې ده چي ځیني امریکايي بې پیلوټه الوتکو د افغانستان پر فضا په گرځېدو پیل کړی دی. هغه دغه کار«ښکاره تیری» بللی او د دغه ډول اقداماتو د سمدستي بندولوغوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو ویاند ویلي دي: «موږ په دې برخه کي اقدامات درلودل، له امریکایانو سره خبري اتري هم سوي دي، خو دغه بهیر په ټپه نه دی درېدلی چي د اندیښنې وړ دی. هغه باید سمدستي بند سي او د هیڅ جهت په گټه هم نه دی.»

مجاهد زیانوي: «له هغو هیوادونو څخه چي له فضا څخه یې د افغانستان پرضد استفاده کیږي او دغه الوتکې ورڅخه تیریږي، غواړو چي خپله فضا د افغانستان پرضد د استفادې وړ ونه گرځوي.»

که څه هم د طالبانو ویاند په مشخص ډول نه دي ویلي چي دغه بې پیلوټه الوتکي له کومه ځایه پرواز کوي او د کومو هیوادونو له فضا څخه تیریږي، خو د هغه اشاره ښایی پاکستان ته وي چي په تیرو وختو کي یې د بې پیلوټه الوتکو له پاره اډه د امریکایانو په اختیار کي ورکړې وه. 

جان اڅکزي، دافغانستانپر فضا د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د پروازونو په هکله د طالبانو اعتراض ظاهري گڼي او ویلي یې دي چي حقیقت بل ډول دی. نوموړي پاکستاني چارواکي مخکي له دې هم د افغان طالبانو پر وړاندي تندي څرگندونې کړي وې.

مسکو ته نیژدې د یوه کنسرت پر تالار تر وروستي برید او د داعش خراسان څانگې د عملیاتي وړتیا د زیاتوالي په هکله تر اندیښنووروسته، د افغانستان پر څو ولایتونو چي پکې د طالبانو د مشر مقر کندهار هم شاملیږي، د بې پیلوټه الوتکو د پرازونو په هکله رپوټونه خپاره سوي دي.

امریکا متحده ایالات په ۲۰۲۱م کال کي له افغانستانه د ځواکونو له وتلو وروسته، نور په دغه هیواد کي پوځي حضور نه لري، خو امریکايي چارواکو په هغه وخت کی ویلي ول چي د دې وړتیا لري چې له هيواده بهر په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه وڅاري.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

GP/NZ/Ahmadi