پاکستاني پوځ د یاغیانو پر ضد عملیات پیل کړي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سهشنبهاعلان
پاکستاني پوځي چارواکو ویلي دي چې له افغانستان سره د دې هیواد په سرحدي سیمو کې ئې د یاغیانو پر ضد پوځي عملیات په لاره اچولي دي چې په ترڅ کې ئې د سه شنبې په ورځ ۲۳ یاغیان او درې تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په خبره دغه عملیات د اوکزي د سرحدي سیمې په دالانۍ سیمه کې تر سره شوي دي. پاکستاني چارواکو زیاته کړې ده چې د دې عملیاتو په ترڅ کې ئې ډیرې غرنۍ سیمې له یاغیانو څخه پاکې کړي دي. په دې عملیاتو کې ۱۸ پاکستاني امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.