پاپ په واټیکان کې ایستر ولمانځه
۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبهاعلان
د کاتوليکي مسيحيانو روحاني مشر پاپ بېنيډکټ شپاړسم، د شنبې په شپه په روم کي د مسيحيانو د ايستر د اختر شپه ولمانځله. د مسيحي عيدالقيام دغه لمانځنې د هر کال په څېر د واټيکان د پېتر په کلېسا کي تر سره سوې. پاپ د خپلې وينا پر وخت پر دې ټينگار وکړ چي بايد د دې مخه ونيول سي چي انسانان د ښه او بد تر منځ د فرق کولو صلاحيت د لاسه ورکړي. د ايستر اختر د مسيحيانو مهم ترينه ديني ورځ گڼل کيږي.