1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټويټر شبکې د سلونو پاکستانيانو حسابونه تړلی دي

۱۳۹۸ شهریور ۲, شنبه

وروسته له هغې چې د سلونو پاکستانيانو ټويټر حسابونه د دغې شبکې له خوا بند شول، پاکستان غواړي امريکا متحده ايالاتو ته مستقيم شکایت وکړي. ټويټر له خوا په بند کړل شوو حسابونو کې د پاکستانی خبريالانو حسابونه هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3OQBn
Symbolbild Twitter - Tweet melden
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warnecke

له هغه وخته چې د کشمير پر مسئله د هندوستان او پاکستان تر منځ بحران نور هم زيات شوی، ټولنيزې شبکې ټويټر، د سلونو پاکستانيانو حسابونه تړلي دي. د ديجيتلي رسنيو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار ارسلان خالد د جمعې په ورځ (د اګست ۲۳مه) د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دا يو «شديد اقدام دی او موږ بايد خپل خلک وژغورو.»

د رپوټونو په حواله، لږ تر لږه د ۲۴۹ پاکستانيانو ټويټري حسابونه بند شوی چې په هغو کې د دغه هيواد د یو شمير خبريالانو حسابونه هم شامل دي.

ویل شوې چې له دې ډلې څخه د جمعې تر ورځې يوازې لس يې بيرته خلاص شوي دي.

ارسلان خالد زیاته کړه چې ټويټر نه باید د هندوستان په اړه «داوري» وکړي. د هغه په خبره، په همدې دليل پاکستان د تيرې دوشنبې په ورځ د ټويټر ادارې ته يو ليک استولی چې ځواب ته يې منتظر دی.

د هندوستان حکومت د اګست مياشتې په پيل کې د کشمير نیمه خپلواکه حیثيت لغوه کړ. په دې سره د پاکستان او هند تر منځ ترينګلتياو نور هم زور اخيستی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ټویټر شبکې ګڼ شمیر پاکستاني او هندي کاروونکو د کشمیر د مسئلې د موضوع په هکله جنجالي نظرونه خپاره کړي دي. داسې احتمال هم لیدل کیږي چې د ټویټر د حسابونو د بندښت دلیل هم له نفرت ډک د ټویټري پیغامونه وي.

/mks/aa/DPA/NF/SI