يو کاناډايي پنځه کاله وروسته له طالبانو آزاد سوی
۱۳۹۴ دی ۲۲, سهشنبهد کاناډا د بهرنيو چارو وزير ستيفن ديون، د سيلاني کالين رادرفورد، د آزادۍ په اړه نور معلومات ور نه کړل. رادرفورد د ۲۰۱۱م کال په فيبروري مياشت کي په غزني ولايت کي د وسله والو طالبانو له خوا يرغمل سوی وو.
هغه مهال وسله والو طالبانو د دغه ۲۶ کلن سيلاني يوه ويډيو خپره کړه او هغه ئې پکښې په جاسوسۍ تورن کړی وو. خو کاناډا ويلي چي هغه له دولت سره کار نه کاوه او يو د يوه سيلاني په توگه ئې افغانستان ته سفر کړی وو.
دا چي دغه سيلاني څرنگه د طالبانو له بنده آزاد سوی په اړه ئې د کاناډا د بهرنيو چارو وزير معلومات ورکړي نه دي، خو ويلي ئې دي چي رادرفورد، د قطر هيواد په مرسته آزاد سوی دئ.
ديون ويلي دي: «موږ ډېر خوشحاله یو چي ښاغلی رادرفورد بيرته کاناډا ته راځي او له خپلي کورنۍ او دوستانو سره يوځای کيږي.» هغه په دې برخه کي د قطر هيواد له مرستي مننه کړې ده. په اوتاوا کي د قطر سفارت هم په رسمي ډول په دې اړه څه ويلي نه دي.
کاناډا له ۲۰۰۱م کاله تر ۲۰۱۱ پوري د امريکا په مشرتوب ائتلافي ځواک په چوکاټ کي په افغانستان ماموريت لاري او د دغه ماموريت په جريان کي ئې ۱۵۸ عسکر ووژل سول.