يو مار دوه سرونه
د نړۍ د بيلو کلتورونو په ادبياتو کي د داسو مارانو داستانونه سته چي تر يو څخه زیات سرونه لري. خو دوه سره لرونکی مار په رشتيا هم موجود دی، چي دلته يې انځورونه کتلای سئ:
يوه هګۍ دوه سره
د پایتون په نوم د مار ماده هم د نورو مارانو په څېر هګۍ اچوي چي له هغه څخه بيا واړه ماران راوځي. د پايتون مار ماده تر هغه وخت پوري پر خپلو هګيو د کولچې په شان راڅرخېدلې وي، تر څو چي بچيان يې له هګيو راوځي. د پايتون ډوله مارانو ماده په يو ځل د دوو څخه نيولې بيا تر ۱۰۰ پوري هګۍ اچوي.
دوه سره ماران
په مارانو او په زیاته بيا په پايتون مارانو کي بعضي وخت زېنامي ماران هم پيدا کيږي. يعني داسي ماران پيدا کيږي چي بدن يې يو خو سرونه يې دوه وي.
دوه مغزي يوه شمزۍ
د دوه سره لرونکو مارانو د پلټنه کولو وروسته ساينسپوهانو معلومه کړې، چي د دغو مارانو مغزي بېل وي خو وروسته يې شمزۍ سره يوځای سوې وي.
دوه سره پاچا
د پايتون دغه ډول ته پاچا پايتون مار ويل کيږي. په دغه انځور کي دوه سره پاچا پايتون ليدلای سئ.
دوه سره لرونکي پايتون
دوه سره لرونکي پايتون ماران په انګلستان او امریکا کي څو ځله د مارانو د روزونکو سره ليدل سوي دي.
دوه دماغه خو يوه معده
ساينسپوهانو په انګلستان کي د يو دوه سره لرونکي پايتون ډوله مار د معاينې وروسته ويلي چي د هغوی دماغونه هم دوه وي، خو معده يې يوه وي. يعني دغه مار کولای سي چي په دوو سرونو خورک يوې معدې ته ولېږي.