يو طالب په جرمني کي په څلور کاله بند محکم سو
۱۳۹۶ مهر ۱۸, سهشنبهد برلين د ستري محکمې يوې وياندي ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ دغه په ۱۹۸۸م کال کي زېږدلی افغان په څلور کاله بند محکم کړ.
د هغې په خبره واجد س. په درو قضيو کي له يوه بهرني تروريستي سازمان سره په غړيتوب محکم سوی دئ.
د محکمې قاضيانو هغه په دوو قضيو کي چي يوه ئې د جنگي وسلو لرلو له قانون څخه سرغړونه او بله د قتل هڅه ده مجرم پيژندلی دی. د دغه افغان محاکمه د روان کال په اپريل مياشت کي پيل سوې وه. هغه به همداسي بندي پاته سي.
د جرمني څارنوالۍ پر دغه افغان مهاجر تور لگولو وو چي په ۲۰۰۹م کال کي په خپل هيواد کي د وسله والو طالبانو غړی سوی وو او هغه ته ئې د پنځه کاله بند سزا غوښتې وه.
واجد س. دغه راز په دوو قضيو کي د قتل د تلاښ په تور هم مجرم پېژندل سوی دئ. د محکمې د معلوماتو له مخي هغه په ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م کلونو کي له خپلو ملگرو سره پر افغان ملي پوليسو بريدونه کړي.
زموږ له ارشيف څخه: