يو شمېر ولايتونه د سرتيرو او تجهيزاتو له کمښت سره مخ دي
۱۳۹۰ آذر ۲۱, دوشنبهد امنيت د ليږد په دوهم پړاو کي به د پروان، لغمان، ننګرهار او غزني پر ښارونو سربيره د اتلسو سيمو امنيتي چاري به افغان دولت ته وسپارل سي.
خوهغه څه چي اوس يې په يادو ښارونو کي د پوليسو د پرمختګ مخه نيولې د پرسونل، وسايلو او وسلو کمښت دئ.
د کورنيو چارو وزارت د هيواد يو شمېر امنيه قوماندانان کابل ته ور بللي، تر څو د هغوئ په سيمو کي د موجودو چلنجونو په اړه ورسره خبري وکړي او د هغوئ اړتياوي له نږدې وڅېړي.
د لغمان امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمان سرجنګ وړانديز وکړ چي د مهترلام ښار امنيت اوس دوئ ته سپارل شوی، خو د پوليس سرتيرو او وسلو له کمښت سره مخ دي.
په ختيځ کي د پاکستان له پولو سره پروت لغمان ولايت که څه هم له امنيتي اړخه له سترو ننګونو سره نه دی مخ خو بيا هم ورته د ډيورنډ کرښي له پوري غاړي وخت ناوخت ترهګري ډلي تګ را تګ کوي.
که له يوه لوري د لغمان پوليس د تجهيزاتو او پرسونل له کمښت سره مخ دي له بل لوري يي بيا په ګاونډ ولايت ننګرهار کي د واټ د غاړي چاودنو امنيتي مسئولين انديښمن کړي دي.
د ننګرهار د پوليسو مشر جنرال سردار محمد سلطاني وايي په دغه ولايت کي پوليس ځواک ته ډيره مرګ ژوبله د واټ د غاړي د ماينونو له اړخه اوړي.
جنرال سلطاني وايي، که پوليس ځواک ته داسي ګاډي ورکړل شي چي لږ تر لږه د اوسنيو په پرتله د ماينونو او چاوديدونکو موادو په وړاندي لوړ مقاومت ولري دوئ به وکړای شي د دغه ولايت ليري پرتو ولسواليو ته هم د حکومت واکمني پراخه کړي.
«هغه ګواښونه چي زموږ پوليس ورسره په ننګرهار کي لاس او ګرويان دي، د واټ د غاړي ماينونه دي، هره ورځ د ماينونو د چاودني لکه کبله زموږ پوليسو ته مرګ ژوبه اوړي.»
د کورنيو چارو وزارت رسمي شمېرې ښيي چي په متوسط ډول هره ورځ درې پوليس سرتيري د ملک په بېلا بېلو برخو کي د پوځي ماموريت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
افغان پوليس ځواک له ستري آزمويني سره مخ دئ، چي د هيواد امنيتي چارو ته به هرو مرو د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري په يوازي سر ځواب وايي او هغوئ به د ټولو ښارونو او ولسواليو په دننه کي د قانون د واکمنۍ له پاره د امنيتي چاپريال برابرول پر غاړه ولري.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل