1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو امريکايي عسکر په افغانستان کي وژل سوی دی

۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبه

په افغانستان کي يو ځل بيا امريکايي پوځ ته ځاني زيان اوښتی دی. ويل سوي چي يو امريکايي عسکر د پنجشنبې په ورځ ووژل سو.

https://p.dw.com/p/3On4z
Afghanistan Heart | Artillerie-Training der Armee durch US-Army
آرشيف انځورانځور: DW/S. Tanha

د قاطع ملاتړ ماموريت له خوا د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۳۰مه) خبر ورکول سو چي په افغانستان کي د امريکايي پوځ يو عسکر وژل سوی دی. د يادي اعلاميې له مخي دغه امريکايي عسکر د پنجشنبې په ورځ وژل سوی.

د پنجشنبې په ورځ د امريکايي عسکر د وژل کېدنې سره په روان مېلادي کال په افغانستان کي د وژل سوو امريکايي عسکرو شمېر ۱۵ ته جګ سوی دی.

په جنګ ځپلي افغانستان کي دمګړی شاوخوا ۱۳۰۰۰ امريکايي عسکر مستقر دي. د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ ويلي ول چي د طالبانو سره ممکنه سولې د تړون وروسته به هم په افغانستان کي ۸۶۰۰ امریکايي عسکر مستقر پاته سي.

د امريکا متحده ايالاتو چي ۱۸ کاله تر مخه يې افغانستان ته خپل عسکر ولېږل، دمګړی يې په قطر کي د وسله والو طالبانو د استازو سره د ممکنه سولې په هکله خبري اتري ادامه لري.

AFPD / A.A.