يو افغان ديپلومات د جاسوسۍ په تور نيول سوی دئ
۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبهد افغانستان د استخباراتي ادارې ویاند لطف الله مشعل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دی چې دغه کسان په سیمه کې گاونډیو هیوادونو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې نوموړي کسان ئې تر پخو شواهدو وروسته نیولي دي.
د ملي امنیت د ادارې ویاند په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده خو د استخباراتي ادارې یو بل لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغو کسانو د پاکستان او ایران له پاره کار کاوه.
نوموړي چارواکي زیاته کړې ده له دغو کسانو څخه یو تن ئې د بهرنیو چارو په وزارت کې لوړپوړی دیپلومات دئ:
«هغه د آسیا د څانگي معاون دئ. او پاته نور کسان ئې په ختیځ ولایت ننگرهار او لویدیځ ولایت هرات کې د دولت مامورین دي.»
هغه زیاته کړې ده چې دغه نیونې یوه میاشت مخکې تر سره شوي دي. د نوموړي چارواکي په وینا دغه دیپلومات او دوو نورو کسانو د پاکستان استخباراتي شبکې ISI ته معلومات ورکول.
د پاکستان پر استخباراتي شبکې تور لگول کیږي چې په پټه توگه له طالبانو سره مرسته کوي.
خو په دې اړه د بهرنیو چارو وزرات کوم غبرگون نه دئ څرگند کړی. د څلورم تن په اړه ویل کیږي چې په هرات کې نیول شوی دئ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل