1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

يوې ښځي د امتحان پر وخت ماشوم وزېږاوه، خو امتحان يې ورکړ

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

يوې زده کوونکې په ګينېا کې نه غوښتل چې څوک يې په وروستيو ازموينو کې له ګډون څخه مخه ونيسي. حتی خپل ماشوم يې هم چې د امتحان پرمهال يې وزېږاوه.

https://p.dw.com/p/3MJb5
Symbolbild Blutttest Schwangerschaft
انځور: picture-alliance/BSIP

ميندواري ۱۸ کلنې فاتوماتا کوروما کوندې د ګينېا د ختيځ په مامو ښار کې خپل د فزيک امتحان ورکاوه. ازموينې ته د کښېناستو پر مهال دا په ځان پوهه شوه چې لږ وروسته ښايي ماشوم و زېږوي.

دغه ځوانه ښځه روغتون ته ولېږدول شوه او په لسو دقيقو کې يې ډېر ژر هلک وزېږاوه. دغه ځوانه ښځه څلويښت دقيقې وروسته بيرته د ازموينې خونې ته ستنه شوه او خپل مېز ته کښېناسته چې د هغې د فاميل تر څنګ يې د امتحان د څارنې مسئولين هم هک پک حيران کړل.

ځايي رسنيو دغه کيسه لومړی خپره کړه

د هغې دغه کيسه لومړی د ځايي رسنيو له خوا خپره شوه، خو د فزيک د ازموينې ځايي مشر هم هغه تائيد کړه. مېرمن کوندې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې خپل مېړه ته يې آن دا ويلي نه ول چې د کوچني زېږېدو ته يې ډېر لږ وخت پاته دی.

د هغې ويره دا وه چې ښايي مجبوره شي چې په کور کې پاته يا ډاکتر ته ولاړه شي. د هغې په خبره «ما تصور نه شوای کولی چې له دغه وروستي امتحان څخه تېره شم، چې ټول کال مې ورته درس ويلی وو.»

د کوندې مېړه پوليس دی چې د يوه دوست په حواله ‌يې ډېر خوشحاله دی او هر چا ته د خپلې «پياوړې مېرمنې» کيسه کوي. نوموړي دا هم ويلي دي چې «موږ خدای ته دعا کوو چې فاتوماتا به خپل فراغت تر لاسه کړي.»

هغوی غواړي پر هلک باندي د «اېسپوار» نوم کښيږدي چې په فرانسوي ژبه کې د هيلې او اميد معنی ورکوي.

AFP/NS/NZ