1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

يوه کورنۍ، درې جنازې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

يوه اوونۍ مخکې د کندهارـروزګان پر لویه لاره د طالبانو په کمين کې درې افغان ساتونکي ووژل چې ټول د يوې کورنۍ غړي، يو پلار او دوه زامن ول. کورنۍ یې چې ډیره غريبه ده، د حکومت مرستې ته سترګې په لار ده. کيسه یې دلته لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/3bDiW
Afghanistan Konflikt l Krieg
انځور له ارشیف څخهانځور: picture alliance / AP Photo

اوس يې هم په کور کي د ښځو او کوچنیانو چیغي دي. د ماپښين درې بجې دي، خو دوی تر اوسه د غرمې ډوډۍ لا نه ده خوړلې. زوړ د دوو خونو کور، چي په نیمايي خونو کي يې زاړه فرشونه هوار دي.

په یوه خونه کي د ګاونډیانو یوڅو ښځي د « زېور» سره غمشریکۍ ته راټولي سوي دي.

زېور په عمر پخه ښځه ده، چي ډیري ژړا يې سترګي شوړلې، په فکرونو کي ډوبه د خپلي تازه کونډي سوي مږور «فریدې» څنګ ته ناسته ده. د دوی مخ ته تازه یتیم سوی کوچنی لمسی ویده دی.

زېور وايي، خاوند جان اغا او دوه زامن ( سلطان او بوستان ) يې د وچ اقتصادي مجبوریت له امله د پولیسو په لیکو کي ودرېدل.

هغه وايي لومړی همدلته په کندهارښار کي يې دنده درلوده، وروسته يې په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کي د کندهار – روزګان د لويي لاري د ساتني یوې امنیتي پوستې ته تبدل کړل.

شاه ولیکوټ ولسوالي او بیا د کندهار او روزګان لویه لار له ډېره وخته د وسله والو طالبانو تر بریدونو لاندي او له ډیر وخت راهیسي د عامو خلکو پرمخ بنده ده.

یوه اوونۍ ترمخه درې واړه ( پلار او دوه زامن) له کورڅخه خپلي پوستې ته روان وو، چي د وسله والو طالبانو له کمین سره مخامخ او درې واړه يې ځای پرځای ووژل.

زېور وايي، دوی ته ټلیفون راغلی، چي زوی يې ټپي سوی دی، خو چي میرویس روغتون ته په تلوار له نورو خپلوانو سره ورغله، درې جسدونو ته يې ودروله. هغه وايي: « زما پر سترګو توره شپه سوه، ما ویل داڅوک دي؟ راته وویل سول، دا ستا خاوند او دوه دي زامن دي، زه نوره په ځان نه يم پوهیدلې.»

زېور چیغي کړې او لاس يې خپل کوچني لمسي ته ونیوی: « زما چیچان ددغو اولادونو د نس مړولو لپاره شهیدان سول، خو زموږ هیڅ چا پوښتنه ونه کړه، موږ دا جسدونه د خاورو په لارۍ کي تر هدیرې پوري یوړل، د قبرخښتي، کفن او نور... مو په خپلو پيسو ورته رانیول، هیڅ دولتي کس زموږ پوښتنه هم نه ده کړې.»

دا کونډه او بوره مور له دولت او طالبانو غواړي، چي سوله وکړي، ترڅو خلک په یوه ګوله ډوډۍ ماړه سي او که دا جنګونه وي، نو هره ورځ به دغه حال وي.

هغه زياتوي: « موږ سوله غواړو، که سوله راسي مسلمانان به په یوه ګوله ډوډۍ ماړه سي، اوس خو دادی هره ورځ جنازې دي، غم دی او ژړا ده ، که زه داسي خبره وای والله که مي د عسکرۍ اجازه ورکړی وای، ما خو ویل دولت دی او زموږ پوښتنه به کیږي، خو افسوس !! »

د زېور مږور «فرېدې» خپلي سترګي له اوښکو پاکي کړې یو ګړی چوپ سوه وروسته يې زما د پوښتني په ځواب کي وویل: « سلطان ډېر خوشحاله وو، نوي کالي يې واغوستل اود سرای له دروازې وتلو سره يې ماته وویل، روژې یا اختر ته بیرته راځم، معاشونه او سوقیه راکوي، ډېر شیان به درته راوړم. »

دا وايي په هغه سپین کالیو کي يې ځوان خاوند ښخ او دوه یتیمان ور پاته دي. د فرېدې په قول، هره میاشت، چي به کور ته راغلی ویل به يې چي دا وار معاش راکوي او دا وار ... خو هر واري به بی له معاشه راتلی. هغه زياتوي: « زما هغه بل لږ غټوکی زوی اوس په خوب کي هره شپه ویریږي، ځکه د پلار ټوکر ټوکر په وینو لړلی جسد يې لیدلی دی، ټوله ورځ هم غلی ناست وي.»

داهم وايي چې طالبان او حکومت دي د خدای په خاطر سوله وکړي، چي نوري ښځي کونډي او بې زویه نه سي.

د یادي کورنۍ ستونزه مو پرون سه شنبه د امنیه قومندانۍ له مطبوعاتي مسؤل سره شریکه کړه، هغه وعده وکړه، چي سبا یعنی نن چهارشنبه سهار به معلومات راکوي، خو تراوسه، چي د ورځي یوه بجه او ۲۶ دقیقي دي او څو واری مو تماس ورسره نیولی دی هیڅ ځواب يې نه دی ویلی.

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار