1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسف: وروستۍ لسیزه د ماشومانو له پاره «خونړۍ» وه

۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق ارزونه ټکان ورکونکې ده. د يونيسف له خوا ويل شوي چې په تیرو لسو کالونو کې ډېر ماشومان مجبور ول په جگړه ځپلو سيمو کې ژوند وکړي او اکثره یې قرباني شوي دي. 

https://p.dw.com/p/3VUGN
Syrien Krieg - Kinder
انځور: picture alliance/Zumapress/M. Al-Najjar

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق له خوا په خپاره شوي رپوټ کې  ويل شوي چې په تيره لسیزه کې د وسله والو نښتو په ترڅ کې د ۱۷۰ زره څخه زیات کم عمره ماشومان وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي. د ۲۰۱۰ م کال م په پرتله نن ورځ دغه شمیر درې چنده زیات شوی دې. د هغه هيوادونو شمير چې په وسله والو نښتو کې ښکيل دي، د هغه څخه ډېر لوړ دی کوم وخت چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون په ۱۹۸۹ م کې تصويب کړې وو.

د جګړې اصول له پامه غورځول کيږي

د يونيسف اجرايوي مديرې هنريتا فور وويل: «اوسمهال په ټوله نړۍ کې شخړې اوږد دوام کوي او د لا زياتې وينې تويدنې او د ځوانانو د مړينې سبب کيږې.» هغې زياته کړه: » پر ماشومانو باندې بريدونه دوام لري ځکه چې د جنګي ډلو مشران د جګړې له لومړيو اصولو څخه سرغړونه کوي، يعني د ماشومانو ساتنه نه مراعتوي.«

د رپوټ په حواله په ځانګړي ډول په سوريه، د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت، يمن او افغانستان کې د ماشومانو له پاره وضعيت ډېر ناوړه دی.

په جګړه ځپلو سیمو کې دغه ماشومان له هوايي بريدونو، ځکمنيو ماينونو، توغندیو او د توپ له ګولیو خوندي نه دي.