يونان: د مهاجرو د نوم ليکني او اخراج مرکزونه جوړيږي
۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سهشنبهد يونان حکومت غواړي چي د روان کال په مارچ مياشت کي په ليسبوس، ساموس، خيوس، ليروس او کاس ټاپوگانو کې د مهاجرو د نوم ليکني او اخراج مرکزونه جوړ کړي. موخه دا ده چي په دغو مرکزونو کي د پناه غوښتني پروسه په ۹۰ ورځو کي پای ته ورسيږي.
د يونان د مهاجرت وزير نوتيس ميتارکيس د دوشنبې په ورځ د يونان سکای خبري آژانس ته ويلي دي چي داسي کمپونه لکه په ليسبوس ټاپو کي موريا کمپ چي ډېر بيروبار دی پکښې و به تړل سي. په يونان کي ځيني مهاجر کمپونه ډېر ډک دي.
ميتاراکيس وويل: «موږ پتېيلې ده چي د دغو کمپونو د جوړيدو کار د روان کال په دوبي کي پای ته ورسيږي او په پام کي لرو چي هره اوونۍ ۲۰۰ مهاجر بيرته ترکيې ته اخراج کړو.»
دغه وزير ويلي دي چي د دغو کمپونو اوسېدونکو ته به اجازه ورکول کيږي چي د ورځي له کمپونو څخه دباندي ووزي او د شپې بيرته راسي.
د يونان حکومت په تيرو څو مياشتو کي د پناه غوښتني قوانين سخت کړي دي او غواړي چي ۱۲۰۰ نور سرحدي پوليس استخدام کړي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۹م کال کي له تيرکيې څخه يونان ته د غيرقانوني مهاجرو تگ د پام وړ زيات سوی وو چي ۷۴۶۰۰ کسانو ته رسېد.
(N.Z/S.R(dpa